یوناما: روانه میاشت ۱۰۰ملکي وګړي وژل شوي

عزم(پنجشنبه، ۰۷وری، ۱۳۹۹ل):  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي«یوناما» د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د کرونا د مخنیوي لپاره دې د جګړې کچه کمه کړي.

د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په روانه میاشت کې په افغان کړکیېچ کې د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو زیاتو شویو پېښو ته په کتو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) له ټولو ښکېلو ډلو غواړي چې د تاوتریخوالي کچه لاډېره کمه کړي، چې د ملکیانو د خونديتوب لپاره ټول ممکنه ګامونه پورته او د اوربند لپاره کار ترسره او یو سیاسي جوړجاړی رامنځ ته شي.

د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم د دوشنبې په ورځ د نړۍ په کچه د اوربند غوښتنه کړې او له ټولو هېوادونو یې غوښتي، چې د جګړې پر ځای باید د کرونا د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړي. «کرونا چې ټولو افغانانو ته یو جدي ګواښ دی، د تاوتریخوالي کموالی چې د اوربند سبب شي د خلکو د ژوند د ژغورنې لامل کېږي، ښکېلو اړخونو ته د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره مناسب فرصت او د COVID-19 وایروس له کبله د رامنځ ته شوي روغتیايي ناورین سره د مبارزې د ښه تیاري زمینه برابروي.»

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي وايي، تېره میاشت د ملکي وګړو تلفات کم شوي وو، خو د روانې مارچ میاشتې له لومړۍ څخه تر ۲۵مې پورې ۱۰۰ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، پرون په کابل کې د سیکانو پر درمسال برید، د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو برید هغه بریدونه وو، چې مسوولیت یې داعش منلی؛ خو افغان حکومت هم د روانې مارچ میاشتې په ۲۱مه په کندوز کې ۱۱ملکي وګړي ووژل، چې ټول ښځې او ماشومان وو. «یوناما په دې ټینګار کوي، چې په جګړه کې د ملکیانو د خوندیتوب او له روغتیايي ناورین سره د مبارزې تر ټولو ښه لاره د ټولو له خوا د جګړې درول دي.»

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې وروسته په جګړه کې کموالی راغلی، خو افغان حکومت لا د ملکي وګړو پر کورونو بمباري درولې نه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: