وحید عمر: عام خلک دې د کرونا په مخنیوي کې خپلې هلې ځلې وکړي

عزم(پنجشنبه، ۰۷وری، ۱۳۹۹ل):  د اشرف غني سلاکار او د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي کمېټې مشر وحید عمر له عامو خلکو غوښتي، چې د دې ناروغۍ پر وړاندې دې عامه پوهای وکړي او د عامې روغتیا وزارت لارښوونې دې خلکو ته ورسوي.

دی وايي، د دې ناروغۍ په مخنیوي  کې د مدني ټولو غړي برخه واخلي او عامه پوهاوی دې وکړي.

نوموړي وویل، د کرونا وایروس له خپرېدا څخه د وقایې او مخنیوي لپاره د عامه اړیکو دولتي کمېټې د خپل کار له پیل څخه تر دې مهاله غږیز او انځوریز پیغامونه، بروشورونه او بېلبورډونه چې د کرونا وایروس له خپرېدو څخه د وقایې او مخنیوي لپاره پیغامونه پرې لیکلي دي، چمتو او د ښار په بېلابېلو برخو کې یې لګولي، وېشلي او خپاره کړي دي.

د عمر په خبره، د دغې کمېتې د فعالیتونو محدوده مشخصه ده او کاري ټیمونو، په مرکز او ولایتونو کې د پوهاوي ورکولو بهیر د ښه والي لپاره ټولې هڅې تر لاس لاندې نیولې دي.

«دولت په اوسنیو شرایطو کې په ټول هېواد کې همکارۍ او ملي بسیج ته اړتیا لري، د مدني ټولنو غړي دې  له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د پوهاوي ورکولو په برخه کې خپل فعالیتونه پیل کړي او د دولت همکارۍ ته د اړتیا په صورت کې کولای شي چې له کمېټې سره همغږي وکړي.»

د مدني ټولو بنسټونه وايي، تراوسه یې ۱۲زره رضاکاره غړي چمتو کړي، چې په ټول هېواد کې عامه پوهای وکړي او خلک د دې ناروغۍ له پایلو خبر کړي.

په افغانستان کې تراوسه د کرونا ۸۴مثبتې پېښې ثبت شوي، چې دوه تنه یې وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: