امريکا د مرستو بندولو ته بهانې لټوي

شاهین آرین
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو دا ځل راتګ افغانستان ته په ډير حساس وخت کې و ځکه کرونا ويروس د ژوند د نورو اړخونو په څير د خلګو پر سفرونو هم خپل وزرونه غوړلي و په ډير هيوادونو کې د عامو خلګو او حکومتونو د مشرانو پر اږدو سفرونو بنديز هم لګېدلی و نو پر سفرونو د دومره محدوديت سره د مايک پمپيو نااعلان شوی سفر کابل ته له يوه نوي ارمغانه خالي نه و.
په ښکاره خو لومړی دا خبره تاوبالا کېدل چې مايک پمپيو کابل ته د راتګ موخه د بين الافغاني مذاکراتو په وړاندې ولاړ خنډونه ليري کول او له طالبانو سره د هوکړي د چارو د وړاندې تګ هڅه وه خو دې خبرې لږ نوره هوا هم واخيسته چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير به د غني او عبدالله تر منځ جوړجاړی او د ګډ حکومت د جوړولو هڅي هم وکړي.
د دې ټولو خبرو وروستۍ پايله داشوه چې د امريکا وزير خارجه نه د بين الافغاني مذاکراتو په وړاندې ولاړ خنډونه ليري کړل او نه د غني او عبدالله په جوړجاړي او يوه حکومت جوړيدلو کې کامياب شو خو يو ستره ګټه يې د ځان لپاره دا وکړه او اصلا د همدې موخي لپاره يې کابل ته په دې حساس وخت کې سفر کړی و تر څو د افغانستان د حکومت سره د يوه ميليارد ډالرو مرستو د کمښت بهانه يې پيدا کړه نو امريکا ته چې لا رسيدلی نه و د يو ميليارد ډالرو مرستو د کمولو اعلان يې وکړ.
حالات او تحولات ټول پر همدې راڅرخي چې امريکا اوس تر هر څه دې ته جدي ده چې په يو بهانه نه يوه بهانه په افغانستان کې خپلي مرستي پای ته ورسوي او کومي پروژې چې د امريکا له راتګ سره پيل شوي وې هغه هم ختمي کړي د امريکا د وزير خارجه دا موخه د امريکا د ولسمشر ټرمپ نننۍ وينا نوره هم روښانه کوي  چې ويل يې: موږ نه پريږدو چې کرونا امريکا له دايمي اقتصادي مشکلاتو سره مخ کړي، امريکا له اقتصادي مشکلاتو څخه د خلاصون يوه لار دا هم ده چې د افغانستان د جګړې د مالي لګښت او مصاف څه نا څه پر ځان کم کړي.
بلخوا ته غني او عبدالله کله دومره جرئت لري چې د امريکې د وزير خارجه غوندې لوړ پوړی چارواکی دې ورته له امريکې څخه تر سفر وروسته د جوړجاړي او ګډ حکومت جوړولو وړانديز وکړي او دوی دې يې مخالفت وکړي خو اوس چې امريکا د دوی د جوړجاړي پر ځای بل څه ته جدي ده چې هغه د خپلو مرستې ته د کمول او پای ته رسولې دي ځکه غني او عبدالله د جوړجاړي او ګډ حکومت مخالفت وکړی او امريکا ته يې د خپلو مرستو د کمولو او د خپل ټغر د ټولو بهاني پيدا کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: