د نړۍ په کچه تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس تازه شمیرې

عزم(پنجشنبه ۷ وری ۱۳۹۹):د روغتیا نړیوال سازمان تازه ارقام ښیي چې تیرو ۲۴ساعتونو کې پر کرونا ناروغي په لسګونو زره تازه کسان اخته شوي اوزرګونه نور یې وژلي دي.
سازمان ویلي، تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمیر ۴۷۱۰۳۵تنو او د قربانیانو شمیر بیا ۲۱۲۸۳کسانو ته رسیدلی دی.
سازمان ویلي، تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې ۱۱۴۲۱۸ تنه له یادې ناروغۍ څخه رغیدلي دي.

د تیرو ۲۴ساعتونو ارقام:

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، تیرو ۲۴ساعتونو کې د نړۍ په کچه شاوخوا ۴۸۴۶۱ تنه پر کرونا اخته او په همدې موده کې ۲۳۸۹کسان وژل شوي دي.

امریکا: تیرو ۲۴ساعتونو کې ۱۳۳۴۷ تنه
آسپانیا: ۷۴۵۷ تنه
ایټالیا: ۵۲۱۰ تنه
آلمان: ۴۳۳۲تنه
فرانسه: ۲۹۲۹تنه
ایران: ۲۲۰۶تنه
چین: ۶۷تنه
او افغانستان: ۱۰ تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

دغه راز تیرو ۲۴ساعتونو کې ۷۳۷تنه آسپانیا کې، ۶۸۳تنه ایټالیا، ۲۴۷تنه امریکا، ۲۳۱تنه فرانسه، ۱۴۳تنه ایران او یو۱ تن هم افغانستان کې د کرونا له امله وژل شوي دي.
په همدې ترتیب، جنوبي کوریا، عراق، روسیه، سعودي عربستان، اسرایل او لسګونو نورو هیوادونو کې هم په زرګونو کسان کرونا ځپلي دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: