د کرونا ویره: امریکا وایي له افغانستان پرته هیڅ بل هیواد نه تر ۶۰ورځو خپل سرتیري نه راستنوو

عزم(پنجشنبه ۷ وری ۱۳۹۹):رویټرز آژانس خبر ورکړی چې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر خپل ټول پرسونل ته حکم کړی چې د کرونا له ویرې دې نه امریکا ته د ځواکونو د راتګ او نه هم خپلو ماموریتونو ته د هغوی د استولو هڅه کوي.
دفاع وزیر ویلي، دا بندیز به تر ۶۰ ورځو د ځینو استثنأتو سره یوځای پلی کیږي.
نوموړي لویه استثناء افغانستان بللی چې په وینا یې له معمول سره سم به له دغه هیواده د ځواکونو د را ایستلو لړۍ ادامه لري.
اسپر رویټرز ته ویلي «مونږ غواړو له طالبانو سره د شوي تړون له اصل سره سم تر راتلونکو څو میاشتو د خپلو ځواکونو تعداد تر ۸۶۰۰ راښکته کړو او دا لړۍ په عادي توګه روانه ده»

د امریکا لوی درستیز بیا ویلي چې ځینې هغه سرتیري چې امریکا کې د کرونا ځپلو سره د مرستو مسؤلیت لري، هم باید خپلو مسؤلیتونو ته ځیر اوسي او له دغه بندیز څخه مستثناء دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: