ایټالیا او امریکا کې د کروناځپلو تازه ارقام

له کرونا سره همهاله په اروپایي هیوادونو کې د دولتونو په کچه سمندري غلاوو هم زور اخیستی.

عزم(پنجشنبه ۷ وری ۱۳۹۹):نړیوالې رسنۍ خبر ورکوي چې په اروپایي او امریکایي وګړو کې د کرونا ناروغي په بیسارې توګه پرمختګ کوي او په ورځنۍ توګه سلګونه کسان یې له امله وژل کیږي.
رویټرز د ایټالوي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې تیرو ۲۴ساعتونو کې پر کرونا ناروغي اخته شاوخوا ۶۸۳کسان وژل شوي او ۵۲۱۰تنه نور پرې تازه اخته شوي دي.
تر دې مهاله په ټوله کې شاوخوا ۷۵۰۳ ایټالویان د کرونا ناروغي وژلي او تر ۷۵ زرو زیات پرې اخته شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا د جان هاپګنز پوهنتون په متحده آیالاتو کې د دې ناروغي تازه ارقام خپاره کړي او ویلي یې دي چې تیرو ۲۴ساعتونو کې ۲۳۰تنه نور کسان د کرونا له امله وژل شوي او زرګونه نور پرې تازه اخته شوي دي.
پوهنتون وایي، تر اوسه په ټوله امریکا کې شاوخوا ۹۴۲تنه ددې ناروغي له امله وژل شوي او ۶۵۷۷۸ تنه نور پرې اخته دي.
د نیویارک والي ویلي چې یواځې دغه آیالت کې ۲۰۰کسان د کرونا له امله وژل شوي او ۱۷۸۵۶تنه پرې اخته دي چې دا شمیر د ټولې امریکا۳۲ سلنه جوړوي.

له دې سره همهاله په اروپایي هیوادونو کې د دولتونو په کچه سمندري غلاوو هم زور اخیستی؛ وړمه ورځ په لسګونو زره ماسکونه چې د چین لخوا ایټالیا ته د مرستې لپاره لیږل شوي وه، د چیک جمهوریت پولیسو ګرځولي او پرخپلو وګړو یې ویشلي، چې وروسته یې خپل بیکاره ماسکونه ایټالیا ته په بدل کې ور استولي دي، دغه راز تیره ورځ بیا ایټالیا له تونس هیواد سره دا ډول چلند کړی او سلګونه زره د چین هیواد مرسته شوي ماسکونه یې ګرځولي دي.
تر دې مهاله څو سمندري تجارتي کښتۍ هم په ګډو اروپایي اوبو کې تري تم شوې دي.

بلخوا بیا په یوه جالب اقدام کې د ایټالیا مافیایي ډلو له حکومت سره د کرونا د مخنیوي لپاره میلیونونه ډالر مرسته کړې او ژمنه یې کړې چې د کرونا پرمهال به د خپلو خلکو په خاطر به له هرډول جنایي پیښو لاس اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: