د امریکا د مرستو بندېدل او د حکومت وارخطايي

خط اول
امریکا افغانستان ته په ډېر غرور راغله او د خپلې ماتې فکر یې بېخي نه کاوه. امریکا یوازې نه وه، بلکې د ناټو د غړو هېوادونو عسکر یې هم له ځان سره راوستل. له امریکا او ناټو سربېره د گڼ شمېر هېوادونو پټ او ښکاره عسکر هم راغلل، چې تر اخېره یې دندې هم معلومې نه شوې. دوی له ځانونو سره ښې ډېرې پیسې هم راوړې وې او د حامد کرزي په گډون یې گڼ خلک خپل کړل او په غاړو کې یې ورته د غلامۍ امېلونه واچول. د امریکا بې‌حسابه پیسې وې او د لگښت پوښتنه یې هم نه وه، چې چا، چېرته او څومره ولگولې؟ په ۲۰۰۰ز کال کې هغه خلک اوس مېلیونران دي، چې هغه وخت د یوه وخت ډوډۍ ته حیران وو.
افغانستان ته د امریکا راتگ او ۲بېلیونه مرسته وړیا نه وه. دوی د حکومت له مشرانو نه روبوټان جوړ کړي وو، چې د امریکا هر امر یې سرته رساوه. دغه لړۍ اوس ختمه نه ده او اوسني حکومتي مشران هم د پخوانیو په څېر دي، چې د امریکا هېڅ جنایت ورته جنایت نه ښکاري او حتا امریکايي جنایتونه هم په خپله غاړه اخلي. امریکا چې څومره جنایتونه کړي په ټولو کې ورسره دغه خلک شریک دي/وو. ځکه د خلکو د کورونو دقیق معلومات هغو خلکو ورکول، چې زموږ په ژبه یې خبرې کولې او د کلونو ـ کلونو غچ یې د امریکايي عسکرو په مټ واخیست.
د حامد کرزي په ۱۳کلنه واکمنۍ کې یوازې کرزي ژړل او په مخنیوي کې یې هېڅ نه‌شو کولی. که کرزي غږ پورته کاوه، نو ډالر پرې بندېدل، خو د خپل ملت په کیسه کې هېڅ نه و؛ ځکه دغه سېلاب کې یوازې ملکي خلک په مخ اخیستي دي، چې د کرزي هېڅ نه کېږي. اشرف غني له کرزي څو چنده غلام وخوت. ده ته نه د ژړا د تمثیل چل زده وو او نه یې دلته کوم خپلوان د امریکايي عسکرو له لوري زیانمن شوی و. نو په نورو افغانانو یې څه؟ اشرف غني هغه هېواد ته خپل بچیان د چکر لپاره هم نه راولي، چې دی ورته د سر قربانۍ ته هم حاضر دی.
که په تېرو ۱۹کلونو کې کوم افغان د امریکا غلامي وکړه، هم ژوند پرې تېر شو او که څوک یې په مخالفت کې ودرېد او اوس ژوندي دي، هم ژوند پرې تېر شو؛ خو توپیر یې دومره دی، چې یو ته د غلام خطاب کېږي او بل ته د اسلام، هېواد او د ښکېلاک پر وړاندې د مبارزې د اتل. تاریخ جبر نه کوي او تل غلامان او مبارزین راتلونکو نسلونو ته ښه ورپېژني، چې څوک په حقه و او څوک ناحقه.؟
د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په روان ټاکنیز کړکېچ کې د امریکا د منځگړیتوب هڅې، د گډ حکومت د جوړولو وړاندیز کول او د افغانستان په ټاکنو کې د امریکا لاسوهنې په ښکاره نارې وهي، چې دوی تر کوم حده غلامان دي؟ دوی مخکې هم پوهېدل او اوس هم پوهېږي، چې د امریکا پر وړاندې یې حیثیت څومره دی او په کومه سترگه ورته گوري. د امریکا د مرستو له بندولو سره اوس اشرف غني نه پوهېږي، چې څه وکړي او په کومه پلمه بېرته امریکايي مرستو ته لاره هواره کړي. حکومت هغه تکیه هم له لاسه ورکړه، چې خیاطانو یې خپل ستراتېژیک ملگرې یادوله او د دوی په جنایتونو یې د خاورې اړولو هڅې کولې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: