غوریان وایي که د هرات په څیر وضعیت غور کې شي لویه فاجعه به رامنځته شي

عزم(چهارشنبه، ۶ وری ۱۳۹۸): د غور د والي ویاند ویلي چې متاسفانه په غور کې د کرونا د مخنیوي نه کوم امکانات شتون لري نه کافي دواء او نه د روغتیا ساتنې تجهیزات.

د والي ویاند عارف عابر ویلي د هرات په څیر د کرونا پراخه خپریدا که په غور کې رامنځته شي دوی د هيڅ کولو توان نه لري.
نوموړي ویلي چې بدبختانه غور کې هیڅ امکانات شتون نه لري او نه کوم درمل یا نور تجهیزات.
هغه وړاندې ویلي چې که د هرات په څیر وضعیت رامنځته شي یوه لویه فاجعه به رامنځته شي او یو انسان به له بل تښتي چې لامل یې هم د کافي امکاناتو نه شتون یاد کړی دی.

عابر زیاته کړې”همدا مهال چې زه په کومه اداره کې ناست یم آن په ډیره وړه کچه وسایل شتون نه لري چې د کرونا د مخنیوي لپاره استفاده ترې وکړو او دغه وضعیت په نورو ادارو کې هم ده.“

نوموړي ییلي په لومړي سر کې یواځې یو ملیون افغانی د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته ورکړل شوي چې هغه هم د دغه ریاست د رئیس په قول تمامې شوې دي او په وار وار یې له مرکزي ادارې د درملو او نورو امکاناتو غوښتنه کړې چې هیڅ جواب یې نده موندلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: