پکتیکا کې پر ۳۰۰جریبه ځمکه مېوه‌لرونکي بڼونه جوړېږي

عزم(چهار‌شنبه، ۰۶وری، ۱۳۹۹ل):  د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د بدیل معیشت پروګرام له لارې ددې ولایت د مټاخان، جانیخېل، ارګون او مرکز ښرنه کې د ۳۰۰ جریبه مېوه لرونکو بڼونو د جوړولو په پار د ۳۷ زره او ۵۰۰ نیالګیو د وېش لړۍ پیل شوې، چې په هر بڼ کې یې ۱۲۵ نیالګي کېنول کېږي.

پکتیکا کې د ۳۰۰ جریبه نوي بڼونو دجوړولو چارې په داسې حال کې پیلیږي، چې څو ورځې مخکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له لارې په پکتیکا ولایت کې د ۶۵۰ جریبه مېوه لرونکو نوي بڼونو د جوړولو کمپاین هم پیل شوی و.

دغه کمپاین چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا پیل شوی دی، په ترڅ کې به یې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او ددې ولایت په جانیخېل او خیرکوټ ولسوالیو کې ۶۵۰جریبه نوي مېوه لرونکي بڼونه جوړ شي.

د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې بې ساري پرمختګ دی.

د یاد ریاست مسوولین وايي، کروندګرو ته د تصدیق شویو نیالګیو ترڅنګ له هغوی سره د بڼونو په نقشه اچوولو، د اوبو لګولو د سیستم او د بڼوالۍ په برخو کې هم تخنیکي او فني مرستې کوي.

د پکتیکا د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په پکتیکا کې د هغو مېوو بڼونه جوړوي، چې په لنډ وخت کې مېوه نیسي او ښه کیفیت هم ولري.

پکتیکا په سویل ختیځ زون کې یو غرنی ولایت دی، چې د طبیعي مېوو ترڅنګ پکې اوس د نورو بڼونو جوړولو هڅې هم روانې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: