ویسا: کېدای شي امریکا خپلې نورې مرستې هم له افغان حکومت سره کمې کړي

عزم(چهار‌شنبه، ۰۶وری، ۱۳۹۹ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې له افغان حکومت سره د امریکايي مرستو په کموالي بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته راغلی و، څو د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ روغه وکړي؛ خو بریالی نه‌شو.

«کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ورځنۍ مانورې د اټکل خلاف پایلې درلودې، مایک پمپیو د خپل سلف جان کیري په څېر ماموریت درلود، خو ظاهراً مسالې سُر ونه نیو. د پمپیو له سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دوه ټکي ډېر مهم وو.

لومړی افغانستان ته سږ کال د یو ملیارد ډالرو مرستې کمول چې ښايي بل کال ته یو ملیارد ډالره نوره هم کمه شي. دوهم ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله دواړو ته داسې پيغام چې اصلاً د اوسني حالت د دوام په معنا دی.»

د سرلیکنې له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې حکومت په ښکاره پیغام دی، چې دوی امنیتي ځواکونه د سیاسي موخو لپاره کارولی نه‌شي. یعنې عبدالله عبدالله په زور له سپېدار ماڼۍ نه‌شي ایستلی.

«د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې غني ته پيغام دا دی چې له امنیتي ځواکونو د سیاسي اهدافو پر خلاف کار اخیستل ورته د منلو نه دي. معنا دا چې نه عبدالله له سپيدار ماڼۍ ایستلی شي او نه یې مرستیالان له صدارت ماڼۍ. عبدالله ته ښکاره پيغام دا دی چې موازي حکومت په رسمیت نه پيژني، خو دا لاره ورته پرانیستې چې وضعه همدغسې دوام وکړي یعنې خود ساخته حکومت یې دوام وکړي ځکه چې غني ته ګواښ شوی چې دوی په زور له ادارو نه وباسي.»

ورځپاڼې د اشرف غني پرونیو خبرو په اړه لیکلي، کېدای شي د امریکا مرستې پر حکومت کوم اغېز ونه کړي؛ ځکه دومره یې غلا کړي چې تر ډېره یې بس دی.

«دغه حالت ولس ته ډېر د اندېښنې وړ دی، ظاهراً د سیاسي لانجو د دوام او په حکومت نه جوړېدل د افغانانو ستونزه ده، چې دا دی په همدې پلمه یو ملیارد ډالره مرستې هم ورسره کمیږي، خو د دې لوبې د سناریو اصلي طراحان همدغه بهرنیان دي چې له بده مرغه په هېواد کې د لوبې ستیج داسې څو کسانو ورته برابر کړی چې د ولس او هېواد له غوښتنو، ارزښتونو او راتلونکې سره هېڅ لیوالتیا نه لري. د انتخاباتو په لوبه کې د امریکا او نړیوالې ټولنې دوه مخي توب له ورایه ښکاري، په دې لوبه کې دواړه لوري هېڅکله هم بر حق نه دي، که غني انتخابات ګټلي وو عبدالله ته د متوازي حکومت او لوړې اجازه ولې ورکړای شوه، که عبدالله پر حقه و د غني د لوړې پر مراسمو کې ولې د امریکا او نړیوالې ټولنې استازیو څڼې غورځولې؟»

د ویسا په باور، امریکا په لوی لاس غواړي چې په ټاکنو کې همداسې لانجې راپیداکړي او د افغانانو حیثیت نور هم کم کړي.

«اصلاً موخه همدغه وه چې افغانان په نړیواله کچه سپک کړای شي، وقار او حیثیت یې تر پښو لاندې شي او د یوه با غروره ولس د خودۍ او غرور احساس ترې واخلي. له بده مرغه زموږ یاران هم په دې لوبه کې د خپل ولس په ځپلو له بهرنیانو سره صادقانه روان دي. اشرف غني د امریکا د یو ملیارد مرستو د کمېدو په باب خپلو اردلیانو ته ډاډ ورکوي چې دا کمبود هېڅ منفي اغېز نه لري، ښکاره ده چې د قیومي، فضلي څرګند او نورو ډالري امتیازات او کش فش به نور هم زیات شي. مصیبت خو پر ۳۵ ملیوني ولس راځي چې کرونا وبا ته به په سپېره ډاګ پراته وي. ډاکتر عبدالله هم د نورو په اسره پر خپل ځېل ولاړ دی، د ده پرې څه چې درنه بیه یې عام ولس ادا کوي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: