ننګرهار کې د مېوو او سبزیجاتو د ساتلو سړه خونه جوړه شوې

عزم(سه‌شنبه، ۰۵وری، ۱۳۹۹ل):  د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ۸سوه زرو امریکايي ډالر په ارزښت د ۱۴سوه ټنو د سبزیجاتو او مېوه جاتو د ساتلو سړه خونه جوړه شوه.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، دغه سړه خونه د یوه ځايي سوداګر محمد عمر عرب په مالي لګښت جوړه شوې، چې د ختیځې سیمې بېلابېلې مېوې او سبزیجات به پکې ساتل کېږي.

د دې خونې جوړونکی محمد عمر عرب وايي، دغه سړه خونه د ۱۴ سوه ټنه سبزيجاتو او مېوه جاتو د ساتنې ظرفيت لري، چې د يو فصل سبزي او مېوه به په بل  فصل کې خلکو ته وړاندې کوي.

له دې وړاندې د ننګرهار مېوې او سبزي د سړې خونې د نه شتون له امله ډېری وخت خرابېدې او یا په کمه بیه پاکستان ته صادرېدې؛ خو ځايي چارواکي وايي، یاده خونه کولی شي د یوه فصل مېوې او سبزیجات بل فصل ته وساتي او په بازارونو کې نرخونه کنټرول کړي.

له دې وړاندې په کابل، هرات او نورو ولایتونو کې هم سړې خونې جوړې شوې وې، چې د سلګونه ټنو مېوه جاتو او سبزیجاتو د ساتلو ظرفیت لري.

د یادونې وړ ده، په ننګرهار کې هر کال زرګونه ټنه مېوې او سبزي تولیدېږي، چې د هېواد د نورو ولایتونو سربېره پاکستان ته هم صادرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: