هلمند کې د «انجې»کرکېله زیاته شوې ده

عزم(سه‌شنبه، ۰۵وری، ۱۳۹۹ل):  د هلمند د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د انجې کرکېله زیاته شوې ده او هم یې سوداګري په غوړېدو روانه ده.

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس زلمی الکو وايي، د کرنې ریاست هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.

د الکو په خبره، په همدې موخه ددې ولایت د بولان په څېړنیز فارم کې په یو جریبه ځمکه کې د انجې (هنګ) طبي بوټي کرل شوي وو او څېړنې پرې وشوې، چې پایله یې ډېره مثبته وه. «په دې فارم کې پر انجې تر څېړنو وروسته اوس مهال د هلمند د ګرم سېر ولسوالۍ ډېر شمېر بزګران د انجې کرکېلي ته مخه کړې او په دې ولسوالۍ کې په پراخه کچه هنګ یا انجه کرل شوې ده. د انجې یاد تخم د قزاقستان هېواد څخه راوړل شوی دی، چې سپین رنګ او د ښه کیفیت لرونکي دي.»

انجه داسې بوټی دی، چې ډېرو کمو اوبو ته اړیتا لري او د هلمند ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.

انجه د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي او د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کېږي.

په هلمند کې په ګڼو طبي بوټو څېړنې شوي، چې زیاتو یې د هلمند له هوا سره مطابقت ښودلی او اوس مخ په دودېدو دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: