ویسا: له جان‌کېري وروسته پمپیو د جوړجاړي هڅې کوي

عزم(سه‌شنبه، ۰۵وری، ۱۳۹۹ل):  ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د روغې جوړې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په پروني جوړجاړې بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، پمپیو د جان‌کېري په قدم، قدم کېښود؛ خو ګټه یې ونه کړه.

«پرون بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته راغی تر څو د خپل سلف جان کیري ماموریت ترسره کړي او د ولسمشرۍ د ناندریزو پایلو لانجې حل کړي. پومپیو پرون له دواړو ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله سره بېلابېل ولیدل او بیا یې دواړه یوځای هم سره کښېنول، د دې کرښو تر لیکلو پورې د خبرو جزئیات خپاره نه شول خو داسې ویل کېدل چې ګډه غونډه د دواړو لوریو په موسکا ؤ بدرګه کېده، هغسې لکه د ۲۰۱۴ کال تر جوړجاړي وروسته چې د غني ــ جان کیري او عبدالله یو تل پاتې تصویر ترې پاتې دی.»

د ویسا په باور، که څه هم پرونۍ خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې؛ خو حکومت د خپلو یارانو خبره ځمکې ته نه‌شي غورځولی او حتماً به یې ترمنځ جوړ جاړی کوي؛ ځکه دوی دومره جرئت کله لري، چې خبره یې رد کړي.

«ښايي د دواړو ترمنځ جوړجاړی شوی وي ځکه چې د پومپیو خبره په ډاګ غورځول ډېره ګرانه خبره ده چې زموږ یاران دومره جرئت نشي کولای په یو حساب د ۲۰۱۴ کیسه تکرار شوه، خو دا ځل په ‌ډېرو دلایلو تقریباً ټول افغانان پردې معاملې خوښ دي. یو دلیل یې د کرونا وژونکې وبا ده چې له سیاسي ثبات پرته ورسره مقابله کول هسې بې معنا خبره ده. حکومتونه بیا زموږ په څېر په سلو تارونو تړلي او مجبور حکومتونه له دې وبا سره مقابله نشي کولای، متمدنه اروپا یې په کوکارو کړه، افغانستان خو هسې هم د قبر پر غاړه ولاړ دی، که سیاسي لانجې ختمې شي، له ولس سره په ګډه د غمیزې څپې یو څه را کمولای شي.»

د سرلیکنې له مخې، پر افغان ملت یو وخت څو وباوې راغلي، چې هم د حکومت ترمنځ ناندرۍ دي او هم کرونا ناروغي هره ورځ په چټکه خپرېږي.

«دوهم زموږ د ولس تر ټولو ستر ارمان چې سوله ده باید جدي وګڼل شي، د سیاسي جوړجاړي نه وروسته د بین الافغاني خبرو یو معقول میکانیزم کولای شي زموږ د ولس پر سر دغه تپل شوې جګړه د تل لپاره ختمه کړي. البته په زغرده وایو چې زموږ نظام همغه مهال بشپړ اصلاح کېدای شي چې ولس مو د پردیو لښکرو له سیوري بېغمه شي. د پردۍ جګړې لمبې چوپې شي او ټول ولس مو د یوه سیاسي نظام تر سیوري لاندې راټول شي.»

ورځپاڼه لیکي، دلته مخکې هم ټاکنې شوي؛ خو د ټاکنو پایلې بهرنیانو اعلان کړي او د ټاکنو لوبه یوازې تېرایستل دي. «که د غني او عبدالله ترمنځ جوړجاړی یوازې د حکومتي امتیازاتو تر وېش پورې وي او د سولې او جوړجاړي پروګرام ته دواړه لوري په یوه مورچل کې دریږي دا به له ولس سره ستره جفا وي. همدغسې که افغان ولس د خپلې ارادې خاوند نشي زموږ پر نظام به همدغه شوم سیوری غوړېدلی وي، د ولس د رایې پرځای به بهرنیان راځي او د هېواد برخلیک به ټاکي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: