امریکا ته نور د کابل حکومت بقا اړینه نه بریښي – مخکینۍ استازې

عزم (سه شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۹): د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا مخکینۍ ځانګړې سرپرستې استازې پر کابل حکومت باندې د امریکا لخوا د یو میلیارد ډالره مرستې کمېدو ته په اشاره ویلي چې متحده ایالات نور افغان سیاسي مشرانو ته د شریکانو په سترګه نه ګوري او نه هم د کابل حکومت بقا ورته اړینه بریښي

لاورل میلر، د مارچ په ۲۴تمه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یادولو سره پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي، اعلامیه وايي: ”متحده ایالات له افغانستان سره خپل شراکت نه پرېږدي. د اعلامیې مطلب دا دی: متحده ایالات نور افغان سیاسي مشران د شریکانو په حیث عمل کوونکي نه بولي او له همدې امله لاس اخیستلو ته چمتووالی نیسي“.

میلر وړاندې لیکي چې امریکا د کابل حکومت مشرانو ته دروازه بیا هم ”لږ غوندې پرانیستې“ ساتلې ده.

لاورل میلر، چې اوس د کړکېچ نړیوال ګروپ د اسیا څانګې سرپرسته مدیره ده، زیاته کړې، ”پخوا متحده ایالات زړه نازړه وو چې افغانستان ته ورکول کېدونکې مرستې د نفوذ د وسیلې په ډول وکاروي او یا سخت شرایط ورباندې تحمیل کړي، ځکه د متحده ایالاتو امنیتي سټراټيژي د افغان حکومت پر بقا او بریا باندې موقوفه وه“.

”د مرستو زیاتې کمېدنې به دا معنا ولري چې متحده ایالات نور د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د حکومت بقا دومره اړینه نه بولي“.

د یادونې وړ ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، پرون دوشنبه کابل ته په نااعلان شوي سفر راغلی څو د ولسمشرۍ د دوو دعوه دارانو اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړی وکړي.

 خو له دواړو سره تر جلا او یوځای لیدنو وروسته چې بیا هم په یوه ټولشموله حکومت د دوی په متفق کولو بریالی نه شو، د بېرته تللو پر مهال یې رسنیو ته وویل چې ”د مشرتابه د دې ناکامۍ“ له امله به افغانستان ته سږ کال له ورکول کېدونکې مرستې یو میلیارد ډالره ودروي، په ۲۰۲۱ز کې به هم په همدومره اندازه مرسته کمه کړي، او د دې ترڅنګ به له حکومت سره پر خپلې همکارۍ باندې هم غور وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: