دا وحشتونه به مو د کوم درد دارو شي؟!

په دې وروستيو کې چې پر دولتي عسکرو باندې د طالبانو په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی د هيواد په ګوټ ګوټ کې د دولتي چارواکو څخه لوی او واړه مرکزونه نيول شوي دي ګڼ شمير عسکر يې وژول شوي دې سپکي او درنې وسلې يې طالبانو ولجه کړي دي.
نو دولتي عسکر هم لاس تر زني ناست نه دي د عادت سره سم يې د تش لاسو او بې دفاع هيوادوالو په وړاندې سترو وحشتونو ته لاسونه  اچولي دي په ډير ظلم او بربريت يې د افغانانو وژني ته ملاتړلې ده پر کورونو يې درانده توپونه غورځوي او ړانده بمباردونه کوي چې نه پکې د ښځي خيال ساتي او نه ماشوم او سپين ږيري ته پام کوي.
تيره ورځ يې د خپلو وحشتونو او ظلمونو په لړ کې د کندوز د امام صاحب د ولسوالۍ اړوند د يکه توت په سيمه کې د عبدالرشيد په نوم يو تن ولسي کس پر کور د الوتکو په مټ دروند بمبار وکړی چې د بمبار په ترڅ کې يې د ياد کس کور بشپړ ويجاړ کړ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه په کې شهيدان کړل او ۴ نور سخت ژوبل کړل دا يوازې د دوی د وحشتونو 《مشت نمونه يې خوروار》ده او د تيرو څو ورځو ټول وحشتونه يې ليکل د يوې وړې ليکني تر محتوا وتلي دي.
دې ظالمانو چې د خپل جګړيز مشين شپېلۍ پر مظلومو افغانانو راګرځولي دي د بې دفاع ولس کورونه ورانوي پر تش لاسي خلګو درانده توپونو ووروي د الوتکو په مټ يې بمبارد وي د ښځو، ماشومانو او سپين ږيرو خيال هم نه ساتي تر زړه يې مرمۍ ورباسي د مجرم او نامجرم پوښتنه نشته څوک چې په مخه ورځي خپل د وحشت تر تيغ يې تېروي اخر په دې ټولو وحشتونو سړی حيران دريان شي چې دا ټول ظلمونه، وحشتونه او بې رحمانه چلند د دوی کوم درد دارو کوي؟!
دا څرګنده خبر ده چې د غني حکومت په خپلو ټولو وحشتونو سره طالبانو ته هيڅ زيان نه شي رسولی بې له دې چې نور به هم ولس د طالبانو په حقانيت باندي قانع کړي او د طالبانو تر شا به يې کلک ودروي  ځکه د دوی دا کړنې ولس ته ښکاره پيغام ليږدوي چې د امريکا کرايه شوي غلامان يوازي د طالبانو او مجاهدينو دښمنان نه دي بلکې په ټول ولس پسې يې ټوپک راخيستي او د ټول ولس د وژلو پر سر د امريکايانو څخه معاش اخلي نو ولس به يې هم د افغانستان د پاک حريم څخه د جارو کولو لپاره د طالبانو تر څنګ ودريږي او په ګډه به هيواد د امريکا له کرايه شوو غلامانو څخه پاک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: