“کرونا” ناورين دی، که ګوډاګی حکومت؟!

کفایت الله شباب
د کورونا چټکه خپرېدا داسې ناورین دی، لکه په ۲۰۰۱ کال کې چې پر افغانستان د یرغلګرو له لوري حمله وشوه او دلته یې څو بهر میشتي او منفور اشخاص د بن کنفرانس له لارې پر مظلومو افغانانو مسلط کړل. دوی ته هم په لومړیو کې د کرونا په څیر تبلیغات کیدل او ویل کیدل به چې له اشغالګرو او د هغوی له لاسپوڅو سره مقابله نه کیږي او څوک چې په بې احتیاطۍ کې ترې مخالفت وکړي د زندان او مرګ له خطر سره به مخ کیږي. دغه تبلیغات که څه هم اوس کم رنګه شوي او خلک ورته اهمیت نه ورکوي؛ خو لا هم همغسې روان دي او هر کال پرې میلیونونه ډالر مصرفیږي.
دا چې اوس افغان ملت له همغه پخواني ناورین څخه په وتو ښکاري او د اشغالګرو په تګ سره به دغه ناورین کابو او ختم کړای شي، مګر اوس د کابل ادارې له لوري داسې تبلیغات کيږي چي خلک په کرونا و ویروي او دوی خپل واک اوږد کړي. خو لکه څرنګه چي د ۲۰۰۱ کال تبلیغات بابیزه وګڼل شول، مبارزو اتلانو یې مبارزه وکړه او اشغالګر یې د افغان خاورې پریښودلو ته اړ کړل، همداسې باید افغانان خپل روحیات پیاوړي وساتي او له همدغې ناوړه پدیدې سره هم مبارزه وکړي. که چیرته دوی خپل روحیات کمزوري کړي او د عادي زکام له کبله خپل ذهني توازن له لاسه ورکړي، لرې نه ده چې دغه وایروس به یې لاندې او ختم کړي او لکه چې د امریکا له لوري پرې ګوډاګی رژیم او خلک مسلط شول، همداسې به کرونا هم پرې مسلطه شي.
نو افغانان باید په دې پوه وي چې موږ تر کرونا بدتره پدیدې سره مخ یو، چې هغه د پردیو په لاس جوړه شوې اداره او د پردیو لاسپوڅو واکمن کیدل دي. موږ باید د دې لپاره چې یو خپلواک اسلامي حکومت ولرو، باید د ګوډاګي حکومت د له منځه وړلو او یو خپلواک او اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره سره یو موټی او د پردیو کږې او غلطې دسیسې شنډې کړو.
په اوس وخت کې د کابل واکمنه اداره او د هغوی کرایي قاتلان تر کرونا څو چنده بدتر دي؛ ځکه دوی هره ورځ سلګونه افغانان شهیدانوي، شکنجه کوي، شکوي او بندیانوي. نو اوسنی حکومت تر کرونا څو چنده خطرناک ناورین دی. ځکه د دې غلام حکومت په واکمني کې موږ هر ډول ارزښتونه له لاسه ورکړل او ځوانانو پردي افکار خپل کړل، چي دا خپله د یوې ټولنې لپاره ستر معنوي ناورین او بحران دی.
نو اوس تاسو فکر وکړئ، چې ګوډاګی حکومت لوی ناورین دی او که کرونا؟
زه خو فکر کوم همدغه ګوډاګی رژیم چې
په رأس کي یې څو بهر میشتي د پردیو غلامان دي، تر کرونا څو چنده خطر ناک او د دوی خپل منځي اختلاف او د سولي پروسې سبوتاژ کول به د دې سبب شي، چي کرونا خپل نیښونه وغځوي او لکه دوی چي څومره افغانان تباه کړل، هغه به یې هم تباه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: