انحصار شوي اذهان او بحراني افغانستان!

کفایت الله شباب
د تېر حوت په لسمه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ، د افغانستان د اشغال د خاتمې او افغانستان ته د سولې راوستو تړون لاسلیک شو. دغه تړون که نور څوک هر رنګه تعریفوي؛ خو رښتیني افغانان یې د نړۍ د ستر زبر ځواک ماته او د مبارزو؛ ازادۍ غوښتونکو افغان اتلانو د اتلولي، قربانۍ، ټینګ عزم او قوي عقیدې پایله بولي.
خو بل طرف ته له بده مرغه؛ که څه هم د دې تړون له مخې به امریکا په افغانستان کې فزیکي اشغال ختم کړي او عسکر به یې خپلو کورو ته ستانه شي، خو دلته یې دومره خلک په خپله مفکوره سمبال کړي، چې د هغوی اصلاح کول او بیرته پر سمه لاره برابرول، د کلونو کلونو کار غواړي او د دغو کسانو د اصلاح او سمې لارې ته د دعوت پروسه کې به زیات خنډونه رامنځته شي.
دلته یې اذهان انحصار کړي او د دنګو ماڼیو، موټرو، پیسو، عیاشي او…، په هوس کې دومره ډوب دي، چې حتی خپله سپېڅلې عقیده او ارزښتونه ورته بابیزه او ناسم ښکاري. دغه کسان په ټول توان سره کوښښ کوي، تر څو په واک کې د پاتې کېدو او د همدغو غولوونکو دنياوي امکاناتو د ترلاسه کولو لپاره هر ډول مبارزه وکړي.
دغه کسان که څه هم هره ورځ یې سلګونه ملیشه ځواکونه وژل کیږي او لا هم دا لړۍ په شدت روانه ده؛ خو دوی یې په کیسه کې نه دي او د خپلو کرايي ساتونکو د مرګ، ژوند او د هغوی له کورنیو څخه ناخبره د سیمټي دیوالونو تر شا ناست او د دنګو ماڼیو له منځ څخه د مبارزو اتلانو د را پرځولو او ماتولو لاپې – شاپې وهي.
دوی کوښښ کوي تر څو افغانستان نور هم بحراني کړي او له دې لارې دوی خپلې ګټې خوندي وساتي. ځکه د اشغال د خاتمې تړون له لاسلیک وروسته د همدغو کسانو له لوري ډول – ډول خنډونه رامنځته کیدل؛ د دې څرګندويي کوي، چې همدغه کسان د خپلو ځاني ګټو په موخه د اشغال دوام غواړي او څه چې کوي، ټول د پردیو په خوښه او اشاره دي.
نو د دغو کسانو په مقابل کې باید د هیواد او اسلام خواخوږي خپل غږ پورته کړي او اجازه ورنکړي؛ ترڅو د دوی د هوسونو او ناروا غوښتنو لپاره عام ملت او په ځان ناخبره کرايي وسله وال قرباني شي. دوی باید له بحران څخه د هیواد ایستلو په موخه سره یو موټی او په جدي توګه له نړیوالو لوریو څخه په کلکه غوښتنه وکړي، چې همدغو د پردیو لاسپوڅو او د واک تږيو باندې خپل کومکونه بند او له اسلامي امارت سره پر کړیو ژمنو وفا وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: