د زابل برید د تېرو دوو لسیزو یو جز!

طارق بدر:
یو مسلمان پخپل کور کې خوشاله و، ارام ژوند يې درلود، د کور مشري له ده سره وه، د کور چارې يې منظمې وېشلې وې، هر چا خپله وظیفه ترسره کوله، په همدې کور کې لږ مخکې داسې یو بد حال تېر شوی و، چې په هره دروازه، هره کړکۍ او هر کونج کې به پخپله د دې کور یو سړی لېونی شوی و، د خپل کور خلک يې خوړل، نڅول، سوځول، لوټل، بې پته کول… دا د کور ټولو غړو په رڼو سترګو لیدل، چا ځان نه پوه کاوه، خو په یوه کونج کې یوه ملاصاحب کتاب سره ور بند کړ او مخامخ يې په دې بد معاشانو چې د کور نظم يې ګډوډ کړی و، ور منډه کړه، ملا صاحب ملګري پیدا کړل، د ټول کور غړي ورسره ودرېدل او په ګډه يې کور له دې بدمعاشانو خلاص کړ!

لرې د کلي په بل سر کې د یو کافر کور دی، هغه اوازه ګډه کړې چې د ټولو کورو مشري د ده ده او په هر کور کې چې د ده جوړ کړي قوانین تطبیق نه شي نو هماغه کورته پسې ور ننوځي او په زور يې پرې مني؛ زموږ کور یوازینی هغه کور و، چې د دې کافر مشري ته يې ارزښت نه ورکاوه او ورته ویل يې چې پخپل کور کې خپل رواج او سیستم لرو، ستا يې په پردو کورو څه؟

کافر ته غوسه ورغله له پوره زور سره يې را منډه کړه، زموږ کور، زموږ ملا صاحب او د کور نور مشران غړي يې له یوې مخې وشړل، ووژل او ورټل، دلته سوکه سوکه د کور په کونجونو کې ګنګوسې شوې، چې ولا دا کافر ډېرې ښې پیسې لري، ډېرې ښې نجونې يې دي، ډېرې ښې نشې پکې پیدا کېږي، ایسته کئ تر خپل رواج، دین او کور به ورته تېر شو، ورته وبه وایو چې تا ډېر ښه وکړل چې زموږ کره راغلې، موږ دې هم ملګري یو!

دې کسانو پخپل منځ کې ښه سره جوړه کړه چې موږ به د کفر ملګري یو، خو په ښکاره يې بیا دا اوازه بدله کړه، د خپل ځان ښه معرفي کولو لپاره يې، راډیو، اخبار، تلویزون، غونډې منډې بلا بتر سره روان کړل، چې له هرې وسیلې همدا غږ پورته کړي، چې زموږ د کور ټول غړي پردي او بد و، دا کافر ډېر ښه سړی دی، زموږ خپل دی، دوست مو دی او له موږ سره مرسته کوي، خو د دې تر څنګ يې ځان درېیمګړی هم معرفي کړ، غالمغال يې جوړ کړ او همدې کافر به نارې ورسره وهلې، چې دا خلک خپل کور ساتي، د کورساتي ځواکونه دي، دا خلک پر خپل کور سر ورکوي…

زابل کې همدا پېښه شوې، زموږ د کور خلکو همدا کسان وژلي، چې له پردیو سره يې د خپل کور د خرابولو، خپل ورور وژلو او خپل دین تخریبولو لپاره ان ځان سپر کړی و، نو یوه عادي تکراري پېښه ده، جالبه، مهمه او لویه به هلته وای چې اوس چې زموږ د کور غړو کافر وتلو ته مجبور کړی، دوی هم دستي ځان پېژندلی وای او نارې يې کړې وای، چې بد يې کړي… يې خوړلي، خطا شوي و!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: