ویسا: د سولې په خبرو کې د کرونا ناروغي پلمه کول د حکومت اصلي څېره ښيي

عزم(دوشنبه، ۰۴وری، ۱۳۹۹ل):  ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د حکومتي چارواکو هغو خبرو باندې بحث کړی، چې ویلي وو، د کرونا ناروغۍ له امله بین الافغاني خبرې ځنډېدلي دي.

«د ولسمشر سلاکار وحید عمر چې په دې وروستیو کې د ارګ هر کاره ترې جوړ دی د سولې د خبرو اترو د ځنډ لپاره کرونا ویروس یادوي، چې ګواکي د افغانستان په شمول ټوله نړۍ د دې مصیبت سره په مبارزه بوخته ده. وحید عمر سمدستي دا هم وايي چې له طالبانو سره د بین الافغاني غونډې وخت او ځای وټاکل شو د دوی د خبرو پلاوی به چمتو وي.»

د سرلیکنې له مخې، حکومت له دې وړاندې هم د سولې مخالف و او اوس هم دی؛ خو اوس ښه پلمه په لاس ورغلې ده او کرونا ناروغي مخې ـ مخې ته کوي.

«د سولې له پروسې نه د ځان غړولو په خاطر کورنا ویروس پلمه کول د اشرف غني د تېر شپږ کلن حکومت ځانګړتیا او دود دی چې خپلې بې کفایتۍ، کمزورۍ او پټ نیتونه پرې توجیه کړي. دا چې پخپله اشرف غني وايي چې له کرونا سره مقابله په ملي یووالي ممکنه ده، بلکل ریښتیا وايي، خو آیا ملي یووالی داسې ټینګېدای شي چې یو خاص ګروپ دې د ولس پر برخلیک حاکم وي، د ولس د لویو ستونزو د حل اراده او نیت دې هم نه لري خو نور ولس دې په محرومیت کې په رکاب کې ورسره روان وي.»

د ویسا په باور، د حکومت په اوړو کې شګه ده او نه سولې ته ژمن دی؛ ځکه هره ورځ د سولې پر وړاندې د یوه خنډ جوړولو هڅه کوي.

«ملي یووالی د ولس د ګټو او مصالحو په همغږۍ کې ممکن دی او یوازینی شرط یې همدغه دی چې د ارګ او عام ولس ګټې باید شریکې وي. اوس تاسو د ارګ لومړیتوبونه د ولس له ارمانونو او غوښتنو سره کیږدی چې څومره سره سر خوري. ولس سوله غواړي، د دې لعنتي جګړې ختمېدل غواړي، له طالبانو سره د سولې د پروسې صادقانه پرمختګ غواړي. حکومت د کرونا ویروس پلمه کوي. بین الافغاني خبرې د سولې مهم ګام دی خو د حکومت په اوړو کې شګه ده خپل لست نشي په ډاګه کولای.»

د سرلیکنې له مخې، حکومت تراوسه د کرونا ناروغۍ پر وړاندې داسې ګامونه نه دي اخیستي، چې خلکو ته یې د نمونې په ډول وړاندې کوي او ټول پام یې یوازې ارګ ته دی، چې څنګه یې خوندي وساتي.

«راځئ لږ دې ته پام وکړو چې حکومت له کرونا سره د مبارزې په تړاو څومره صادقانه او جدي ګامونه اخیستي؟ تراوسه پورې له کرونا ځپلي ایران نه زموږ تر یو نیم سل زرو تنو پورې هېوادوال راغلي دي، له کومو کسانو نه چې تست اخیستل شوی دی تراوسه په سوونو کسان دي چې تر نن (پرون، ماښام) پورې ۳۴ تنه د کرونا ویروس لري او متآسفانه همدا پرون په بلخ کې لومړنی کس له دې ناروغۍ څخه وفات شو. هره ورځ اوس هم له ایران نه تر ۱۵ زرو افغانان هېواد ته راستنیږي، آیا ټول له صحي پړاوونو تیریږي؟ حکومت له ولس سره په دوکه روان دی، ځکه یې ولس ته هېڅ فرمان، حکم، شعار او لاپه هم جدي نه ښکاري، واقعیت هم همداسې دی له ولس نه تجرید شوی حکومت که خپله قبله سمه نه کړي بس د ارګ د دیوالونو د ننه به یې لنډۍ پاچهي روانه وي، فیسبوکي یاران به یې د اورنګزیب امپراتوري بولي، خو ولس مجبوریږي چې بالاخره خپل غم وخوري.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: