د طالبانو مجله: نني مخالفین به مو سبا سرخلاصي او پښیماني ښکاره کونکي وي

عزم(دوشنبه ۴ وری ۱۳۹۹):د طالبانو د “مورچل” په نامه مجله چې وروستۍ ګڼه یې تازه له چاپه راوتلې په خپله سرمقاله کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوي تړون ته اشاره کړې او ویلي یې دي «نن چې کومه بریا اوخپلواکي لاسته راغلې او ورځ تربلې لا ورنږدې کیږو ، نسبت یې  هم یواځې ځانته “طالبانو” ته نه کوو، بلکې هغوقربانیو، ایثار او کړاوونو ته په پام چې ولس راسره وګاللې دانسبت نن هغوی ته کیږي اود یویشتمې پېړۍ له استعمارګرو (ناټو او امریکا) څخه دهیواد استقلال او خپلواکي نن افغان مجاهد ولس اخیستې»

مجله وایي، طالبان په هیڅ افغان احسان نه باروي او په وینا یې چې « که دنن ځینې افغانان راسره په مخالفت کې دي او دګټلې خپلواکۍ افغاني ملکیت نه شي درک کولای، سبابه یې سرخلاص شي اوخپله پښېمانتیابه ښکاره کړي»

مورچل زیاتوي، طالبانود دین او هیواد  دعلیا مصالحو لپاره په وسیع فکر بعیدې ګټې او راتلونکې ښېګڼې په نظرکې ونیولې اودهغو دیقیني کولو لپاره یې ډېر څه ومنل.

د سرمقالې لیکوال وایي، دغه ولس په افغانستان کې له اسلامي نظام پرته په بل هیڅ اساس راضي نه دی، دهمدې هدف لپاره یې دومره سترې قربانۍ ومنلې او په وینا یې چې« سبا به مونږ نه یو خو زمونږ راتلونکي نسلونه به دیوه خپلواک او آزاد افغانستان په آزاده اسلامي فضاکې دپرمختګ په لوري ګامونه اخلي او افغانان به دیوه هوساژوند څښتنان وي»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: