خواږه یادونه دې زما د ژوند مسیر جوړوي/محسن

 

خواږه یادونه دې زما د ژوند مسیر جوړوي
د سترګو اوښکی مې په ځمکه ستا تصویر جوړوي

لـــه ډيـــر وخــته نـا اشنا خوبونه وينم یاره
داسې څوګ شته دی چې خوبو لره تعبیر جوړوي

پـــیـــدا به نکړي هيڅ مدام د خوشحالي زندګي
هغه چی خپلي خوشحالیانې د بل وير جوړوي

لــکه مــرید هـــره ورځ خوا لره ورځم په مینه
ماتـــه ؤده راکــوې یار مې ځان نه پیر جوړوي

زما په دې باندې يقين دی څه ساده خو نه يم
(محسنه) خدای به مي له چاسره تقدير جوړوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: