دمرض دانتقال په اړه داسلام لید لوری

 

که په قران کې داسې یو آیت موجود وای او په دې خبره یې په قطعي توګه دلالت کولای چې مرض ساری نه وي ، اویا په دې اړه یو قطعی الدلالت حدیث روایت شوای وی ، نوزه په دې عقیده یم چې په نفس الامر کې به هم خبره همداسې وه ، اوچا چې داخبره نه منلای ، دعقیدې له لحاظه به خراب و ، خو حقیقت دادی چې مرض اخستونی او ساري دی ، کوم علماء چې دمرض انتقال نه مني له هغوی سره هم دلایل شته خوپه قوت کې دهغو دلایلو سره مساوي نه دي چې عدم انتقال ترې معلومیږي . بله داچې محدثینو دداوړولورو احادیثو ترمنځ داسې تطبق کړی چې وروسته له لوستلو یې سړي ته سوال ، اوشک نه پیدا کیږي ځینې محدثین که څه هم دمرض دانتقال حدیثونه مسوخ ګڼي خوابن حجرپه فتح الباری کې وایي چې داکثرو قول راجح دی هغه داچې نسخه نشته ، بلکې داحادیثوجمعه واجب ده  والصحيح الذي عليه الأكثر ويتعين المصير إليه أ لا نسخ بل يجب الجمع بين الحديثين وحمل الأمر باجتنابه والفرار منه على الاستحباب والاحتياط والأكل معه على بيان الجواز (فتح الباري ) علامه نووی هم همداخبره کوي والصحيح الذي قاله الأكثرون ويتعين المصير إليه أنه لانسخ بل يجب الجمع بين الحديثين وحمل الأمر باجتنابه والفرار منه على الاستحباب والاحتياط ، لا للوجوب

له نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه روایت دی چې فِرَّ من َ المَجذومِ کما تَفرُ مِن الاسد یعنې له جذام وهلي نه داسې تښته لکه له زمري نه چې تښتې . 

وروى أبو نعيم من حديث الأعرج عن أبي هريرة أن النبي صلی الله علیه وسلم قال اتقوا المجذوم كما يتقي الأسد .  كان فى وفد ثقيف رجل مجذوم فأرسل إليه النبى صلى الله عليه و سلم إنا قد بايعناك فارجع دثقیف په وفد کې یوتن مجذوم ؤ رسول الله مبارک دچا په لاس احوال ورولیږه چې له تاسره بییعت شو، بیرته وګرزه

  وروى أيضا من حديث ابن أبي أوفى أن رسول الله قال كلم المجذوم وبينك وبينه قيد رمح أو رمحين رسول الله مبارک فرمايي چې له مجذوم سره په داسې حال کې خبرې کوه چې ستا اودهغه ترمنځ یوه ، یادوه نیزې واټن وي 

ددویمې کټه ګورۍ دعلماوو دلیل دجابر رضي الله تعالي عنه حدیث دی چې نبي کریم صلي الله علیه وسلم دمجذوم لاس په کاسه کیښود ورته یې وویل چې وخوره اوپه خدای توکل وکړه ، خپله نبي کریم صلی الله علیه وسلم هم ورسره وخوړه . 

ددغو دوو حدیثونو څوجوابونه دي(۱) لومړی دا چې دا دلومړیوحدیثونو سره دمعارضې جوګه نه دي ، (۲) رسول الله مبارک ډوډۍ نه وه ورسره خوړلې بلکې امریې ورته کړی ؤ، (۳) دجهالت په زمانه کې دخلکو داعقیده وه چې  مرض  پخپله انتقال کوي(الله جل جلا له یې حقیقي موثرنه ګاڼه) رسول الله صلي الله علیه وسلم  وپوهول چې (لاعدوي )یعنې مرض پخپل انتقال نه کوي بلکې دیوچا ناروغه کیدل ، اودمرض راتلل دادخدای کاردي ، اوله ناروغانوسره یې اختلاط ظاهري سبب دی(۴) له جذام څخه دفرار امر دوجوب لپاره نه بلکې داستحباب لپاره دی او داختلاط حدیث دجواز لپاره 

دابحث داحادیثو په ځانګړې توګه دبخاري اومسلم په شرحو کې موندلای شئ ، ما له عمدة القاري ، فتح ا لباري ، اودمسلم شریف دعلامه نووي له شرحې راخستی دی  . زه نه کوم پوه عالم یم ، او نه داسې تکړه لیکوال خوادچې ومې لیدل چې ځینو کسانو اوریدلي و چې اسلام دمرض انتقال نه مني ، اومشاهده یې باالعکس وه ، دغه راز دټولې دنیا د ډاکترانو خبرې یې هم په ځمکه نشوی اچولای نو له يو ډول اضطراب سره مخ ول هغه دلیوني ټوکه به درمالومه وي چې چا پوښتنه ترې کړې وه چې خدای لوی دی که غر،  دی حیران ؤ، ویل یې که ووایم چې خدای لوي دی خو غرهم لوی دی . زه چې کله داسې حالت ووینم نو دشاعرۍ له بړستنې سره پښې نه غزوم له ممبره راښکاره کیږم ، مطلب مې دادی چې موږته پکارنه دي چې په دې حساس وخت کې مسلمانانوته داسلام په اړه شکونه پیداکړو

طالب العلم بسمل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: