د سنډیاګو پولیس ولې نور څېره-پېژندونکې ټکنالوجي نه کاروي؟

عزم (شنبه، ۲ وری، ۱۳۹۹): د امریکا د سنډیاګو ایالت پولیسو د کلیرویو ټکنالوجۍ له کارونې چې له مصنوعي ځیرکتیا په استفادې څېرې پېژني لاس اخیستی دی.

پولیسو دا پرېکړه د Clearview AI شرکت د دې ټکنالوجۍ د کمزوریو له امله کړې ده.

د انګجټ رسنۍ د راپور له مخې، د دې ټکنالوجۍ د کارونې د درولو اصلي لامل د تورپوستو او ښځو د څېرو په تشخیص کې د دې ضعف و.

دا چې دا ټکنالوجي زیاتره د سپین پوستو د څېرو د انځورونو د بررسۍ په بنسټ طراحي شوې وه، د لاتین-تبارو، اسیايي او تورپوستو خلکو په پېژندنه کې یې جدي ستونزې درلودې.

د سنډیاګو پولیسو ویلي چې د بېلابېلو جنسیتونو او نژادونو د خلکو په پېژندلو کې د دې سیسټم د الګوریتم د ضعف له امله نور کار نه ترې اخلي. دارنګه دا ټکنالوجي د هغو څېرو په پېژندلو کې هم له جدي مشکلاتو سره مخ کیږي چې مخامخ انځور ترې نه وي اخیستل شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: