حياء څه ده او څنګه د ايمان برخه ده؟

عبدالرقيب رقيب

په نفس کې هغه صفت چې انسان ښو کارونو ته هڅوي او له ناوړه کارونو يې منع کوي حياء ده.

د عيبجنې کړنې سره د انسان انکسار او تغير د حياء تاثير دی؛ يعني که څوک داسي کار کوي چې د خلکو ترمنځ عيب ګڼل کېږي نو په حالت کې يې تغير راځي، مخ يې سور شي, يا خوله ورباندي راشي يا يې غږ بدل شي او داسي نور… د لغت له لحاظه دي نفر ته حياناک ويل کيږي.

نو کوم انسان چې حياناک وي منځنی تګ به کوي، نه به ډير اشوړته او عجله وي, او نه به ډير څپن او سست وي؛ کله چې خبري کوي نو خپل غږ, حرکات او د خبرو طرز به سمبالوي.

خو بي حياء انسان برعکس د هيڅ پروا نه لري، څه چې يې خوښه وي هغه کوي، هرڅه ورته بي تفاوته وي; لکه په يو حديث کې راځي : «ﺇﺫا ﻟﻢ ﺗﺴﺘﺢ ﻓﺎﺻﻨﻊ ﻣﺎ ﺷﺌﺖ» که حياء نه لرې نو څه چې دي خوښه وي کوه یې!!

حیاء په شریعت کې د انسان هغې قوې ته ویل کېږي چې انسان له ناړوه ویناو او ناوړه کړنو منع کوي، او د حقدار په حق کې له کوتاهي نه یې را ګرزوي.

لغوي حیاء د انسان طبعي خصلت دی، اما شرعي حیاء زیار، پوهي او نیت ته اړتیا لري.

حیاء انسان اداره کوي ترڅو هرډول نفسي غوښتې ترسره نه کړي, په همدې اداره یې له څاروي سره توپیر راځي؛ څوک چې حیاء نه لري نو له څاروي سره په توپیر کې یې کمی وي.

حياء د خیر په کارونو انسان باعث کوي او له ګناهونو یې منع کوي، د انسان او بدو کړنو ترمنځ پرده ګرزي، انسان له هغو چارو منع کوي چې ورباندي عیبجن ښکاري؛ نو کله چې د حياء تاثیرات همدغه دي طبعي ده چې حیاء یو ګټور او سپیڅلی خصلت دی.

رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فرمایلي دي « الْحَيَاءُ خَيْرٌ كُلُّهُ ». رواه مسلم.

ژباړه: حیاء خالص ګټه ده.

څوک چې د فحش کار اراده وکړي حیاء یې منع کوي; که کوم سپک انسان ورسره سپک چلند وکړي حیاء یې له ورته چلند نه منع کوي; که کوم غریب ورنه څه وغواړي حیاء یې له بې برخې پریښودلو منع کوي; که په مجلس کې ناوړه بحث پیل شي حیاء یې ورسره ګډون کولو ته نه پریږدي; حیاء انسان نه پریږدي چې په بې ګټې کارونو مصروف شي…

په کوم انسان کې چې د حیاء دا ډول تاثیرات موجود وي هغه انسان د «خلق عظیم» څښتن دی.

روايت دی چې یو سړي خپل ورور ته، چې ډیر حیاناک و، سپارښتنه کوله ترڅو له زیاتي حیاء نه ډډه وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «دَعْهُ فَإِنَّ الْحَيَاءَ مِنَ الإيمَانِ» البخاري.

یعني پریږده چې حیاناک وه اوسي ځکه حیاء له ایمان ځیني ده.

امام بخاري روایت کوي چې «الْحَيَاءُ لاَ يَأْتِي إِلاَّ بِخَيْرٍ» یعني حیاء انسان ته (زیان نه رسوي) یواځي خیر ښېګړې ترلاسه کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : «وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإْيمَانِ» رواه مسلم.

معنی دا چې حیاء د ایمان برخه ده.

دا چې حیاء څنګه د ایمان برخه ده داسي یې تشریح کوو:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ایمان په اړه فرمایلي دي : «أن تؤمن بالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر وتؤمن بالقدر خيره وشره» البخاري.

ایمان دا دی چې د الله جل جلاله په ذات او صفاتو به باور لرې، دا چې هغه په هرڅه عالم دی او په هرڅه قادر دی…

د هغه په ملائکانو به باور لرې چې له نور نه پیدا شوی داسي سپیڅلی مخلوق دی چې هیڅکله د الله له امر نه سرغړونه نه کوي…

د الله په کتابونو او رسولانو به باور لرې چې د بندګانو د رهنمایې لپاره یې مکمل شریعت پکې را استولی دی…

د آخرت په ورځ به ایمان لرې چې ټول خلق به ورپکې راټولیږي، د ښو او بدو کړنو حساب به ورکوي او بیا به یې بدله ترلاسه کوي…

ویلای شو چې حیاء په یادو باورونو یوه نښه ده؛ څوک چې د الله په کتاب او پیغمبر ایمان لري هغه د لازمي کړنو په پریښودو او د نارواو په ترسره کولو ځوریږي، شرمیږي؛ ځکه چې د دې کړنو په اړه سپارښتنې د الله له لوري ګڼي او الله په خپل ځان حاضر ګڼي؛ همدا ایمان دی.

څوک چې حیاء لري هغه د الله نافرماني نه کوي ځکه چې الله حاضر ګڼي او د الله په حضور کې نافرماني نشي کولای همدا ایمان دی.

څوک چې په دې خبره ایمان لري چې په اوږو یې ملائکان مقرر دي، ښه او بد اعمال یې لیکي. نو هیڅکله ناوړه کارونه نه کوي، ځکه چې له هغو ملائکانو حیاء ورځي او د آخرت د حساب نه وېره لري..

او څوک چې په ټولو روا او ناروا کارونو خبر وي، د اوږو په ملائکانو باور لري، د آخرت په ورځ، حساب او کتاب باور لري خو بیا هم ګناهونه کوي نو مطلب دا چې ایمان یې ضعیف دی، د الله تعالی په علم یې پوره باور نشته، د اوږو په ملائکانو یقیني نه دی، د آخرت په حساب پوره باوري نه دی.

مثلًا یو شاګرد چې د استاذ په مخ کې غفلت او بې باکي نه کوي ځکه له استاذ نه حیاء ورځي خو چې استاذ نه وي بیا ناوړه کارونه کوي دا په دې معنی چې د الله په حضور داسي باوري نه دی لکه د استاذ په حضور چې باوري و، کنه نو الله خو له استاذ نه ډیر په وېره او حیاء مستحق دی چې ورنه وشي.

موټروان د ترافیکي اشارو ډیر خیال ساتي ځکه هغه وېره لري چې دلته پټې کیمرې شته دي او بیا راپسي مالي جریمه راځي؛ خو پردیو ښځو ته په ډاډه زړه ګوري، حال دا چې الله تعالی ورنه منع کړي دي؛ نو مطلب دا چې د ښاروالۍ او ترافیکو په مخفي کیمرو د الله ترعلم او د اوږو ترملائکانو زیات باور لري، یا دا چې د الله ترحساب د ترافیکو حساب ورته باوري ښکاري… نعوذ بالله

یو زوی چې د پلار په مخ کې ناوړه فیلمونه نشي کتلای خو چې پلار یې نه وي او تنها شي نو هرډول ناوړه فلمونه ګوري حال دا چې الله ورباندي حاضر دی…

څوک چې حیاء لري او د حیاء په اساس ناوړه کاورنه پرېږدي نو مطلب دا چې په الله جل جلاله او د هغه په علم او قدرت پوره باوري دی، د اوږو په ملائکانو پوره یقیني دی… همدا ایمان دی.

دا چې ولي ګناکار ته کافر نشي ویل کيدای حال دا چې پورتنی دقت مو ورته هڅوي؛ د مسلم یو ورایت هم دغسي فرمایې : عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ النَّبِىَّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ « لاَ يَزْنِى الزَّانِى حِينَ يَزْنِى وَهُوَ مُؤْمِنٌ وَلاَ يَسْرِقُ حِينَ يَسْرِقُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ وَلاَ يَشْرَبُ الْخَمْرَ حِينَ يَشْرَبُهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ».

زاني په داسي حال کې زنا نه کوي چې مومن وي، غل په داسي حال کې غلا نه کوي چې مومن وي، شرابي په داسي حال کې شراب نه څښي چې مومن وي.

ملا علي قاري – رحمه الله – د پورتني روایت یو تفسیر داسي کوي چې یاد اشخاص حیاناک مومنان نه دي.

او حیاء د کامل ایمان یوه نښه ده، اصلي ایمان هغه دی چې مخکي یې یادونه وشوه؛ ځیني خلک د څه غفلت په اساس ګناه کوي، ځیني بيا د مجبوریت یا زیات شهوت او داسي نورو لاملونو په اساس ګناه کوي، دانه چې بالکل په الله باور نه لري؛ نو ځکه ورته د الله له لوري سزا شته خو ابدي نه ده، یعني کافر نه ګڼل کیږي.

ځیني علماء د کبیره ګناه یو تفسیر داسي کوي چې څوک په بي پروایې ګنا کوي هغه کبیره ده اګر که ډیره وړه وي او څوک چې د شهوت له زوره ګناه کوي خو د ګناه په حالت کې له الله نه وېره هم احساسوي همدا صغیره ګرزي…

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : «الْحَيَاءُ وَالْإِيمَانُ قُرِنَا جَمِيعًا، فَإِذَا رُفِعَ أَحَدُهُمَا رُفِعَ الْآخَرُ». رواه الحاكم

حياء او ایمان څنګ په څنګ پیدا شوي دي، کله چې یو هسک شي هغه بل هم لوړېږي…

د صوفیه کرامو کار یواځي له الله جل جلاله سره وي، ځکه خو مشهور صوفي (جنید بغدادي – رحمه الله ) حیاء داسي راپېژني : «الْحَيَاءُ رُؤْيَةُ الآْلاَءِ ، وَرُؤْيَةُ التَّقْصِيرِ فَيَتَوَلَّدُ بَيْنَهُمَا حَالَةٌ تُسَمَّى الْحَيَاءَ».

د الله تعالی نعمتونو ته کتنه او د خپل ځان ناشکري ته کتل چې بیا ورنه انسان ته یو حالت پیدا شي همدا حیاء ده.

الله تعالی دي زموږ حیاوي او ایمانونه لوړ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: