په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

قاري سعید

 

لار ورکو شازلمو په بله تللو شازلمو

په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

 

موږ تاسې خو ؤ غړي د افغان دلوی کاله

خپل مینځ کې وروڼه وروڼه د ایمان د لوی کاله

څه وشول چې جدا او دصلیب په ټېل کې لاړئ

اې اې سکه بچیانو د قرآن د لوی کاله

له خپل اصل وفطرت نه تښتیدلو شازلمو

په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

 

راویښ شوئ ژوندانه ته د اذان په زمزمو

ورو ورو رالویېدئ په ترنم د الله هو

په ژبه مو الله زړه کې مو عشق د محمد و

نن څنګه شوئ ور ګډ د پاپ ناقوس په اتڼو

په دام د کلیسا کې کېوتلو شازلمو

په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

 

په کوم دلیل له خپل دین او اولس په بله ولاړئ

بې ځایه ده عزت که دپردو په مینځ کې غواړئ

ښکاره ده له رمې دتنها پاتې مېږ په شانې

ځانونه به آخر دغرب په سرولیوانو داړئ

دخپل دین دښمنۍ ته ملاتړلو شازلمو

په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

 

کافر دي، د دوستۍ په وعدو غورو یې تېر نه وزئ

په مرستو تعهداتو په ډالرو یې تېر نه وزئ

د آم غوندې مو ځبیښي بیا مو ځای کچره دانۍ ده

ډېر پام چې په خوږو خوږو خبرو یې تېر نه وزئ

په حسن د مارانو زړه بایللو شازلمو

په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

 

جنګونه صلیبي ظلم و عُدوان یې درپه یاد کړئ

اقصی په وينو سور د مسلمان یې درپه یاد کړئ

هغه دي چې پرون یې اُندلُس زموږ په وینو رنګ کړ

او نن زموږ د زیرمو چور تالان یې درپه یاد کړئ

په صف کې د سخت زړیو درېدلو شازلمو

په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

 

نن بیا یې ټوپک ستا په اوږه ایښی موږ پرې وُ لي

کور کلی مو لوټي په دین ناموس باندې راځغلي

هم تاسو وئ اولس مو چې کافر ته پای بسته کړی

کنه، ډیر دي بې ننګه دا غربي میندو روزلي

د لویې ګناه ډنډ ته غورځېدلو شازلمو

په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

 

خولا هم فرصت شته لا د توبې درګاه ده خلاصه

راځئ، د خدای لپاره توبه وکړئ له اخلاصه

عزت مو د دارینو که په ځان باندې پېرزو وي

لاسونه کړئ راخلاص د صلیبي دوستۍ له لاسه

نور وخت دی د واپس راګرځېدلو شازلمو

په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

 

توبه او ورپسې که په څو سرو یخه سینه کړئ

کیدای شي خپل ډېر کړي ګناهونه جبیره کړئ

او بیا مو که سعید ویني دحق لښکر په صف کې

ايله به یې د ډیر عمر ستي ارمان پوره کړئ

راځئ نور شئ رابېل له دې ناولو شازلمو

په څه رانه پردي شولئ ای خپلو شازلمو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: