پسرلی د شریعت پرې را روان دی/مفتون

د مظلوم ولس دعا په قبلېدو دي
د هېواد روان حالات په بدلېدو دي
د خوښۍ د عدل لمر په راختو دی
د وحشت تورې تیارې په ورکېدو دي

پسرلی د شریعت پرې را روان دی
د غربي دېموکراسۍ خزان ختمیږي
ای ځما زخمي زخمي افغانستانه
نور که خدای کول زخمونه دې جوړیږي

د مظلومو ميندو سوي اسویلي به
د سهار د پسرلي نری نسیم شي
د شهید غوټۍ غوټۍ وینې به ګل کړي
پرې شبنم به تړمې اوښکې د یتیم شي

د جنګونو بدرنګي به کډه یوسي
په خندا خندا به سپینه سوله راشي
د باروتو زهرجن لوګي به ورک شي
ګران هېواد ته به رنګینه سوله راشي

نـازولـې خپلواکـي به لکـه نـاوې
وي به ناسته د دې سپین بیرغ سایې ته
د شهید د وینو شال به یې په سر وي
په مسکا مسکا به ګوري آئینې ته

فدایي جانانه ستا د تن ایره به
د غلیم په ککرۍ ورته پرته وي
د حریت ناوې به سترګې توروي پرې
خوى خصلت کې به مغروره پښتنه وي

د دې ناوې به نکریزې عادت نه وي
دواړه لاس به یې د دښمن په وینو رنګ وي
د بندي یار زولنې به یې بنګړي وي
دا سنګر سنګر هېواد به یې پالنګ وي

د حریت ناوې به رنګ په رنګ سینګار شي
هر ارمان به یې پوره د مئین زړه شي
پس له دې به د تکبیر مستو نعرو کې
یو ملنګ غوندې طالب ته ور واده شي

ټول خواره واره وګړي به راټول شي
افغانان به بیا د یو ګلشن ګلان شي
شرمنده به یې هر قسم دښمنان شي
د نړۍ امام به بیا افغانستان شي

خوشحالي به وي مستي به وي وطن کې
په دې ورځ به کاڼي بوټي هم خندیږي
خو مفتون به یتیمان سینې ته نیسي
او له ډېرې خوشـحالۍ نه به ژړیږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: