د قيامت په ورځ لومړنۍ محاکمه:

ليکنه: مفتي محمد تقي عثماني صاحب
ژباړه: «عظيمي»

عن عقبه بن عامر قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم: اول خصمين يوم القيامة جاران. مشکواة.
ژباړه: عقبه بن عامر رضي الله عنه ويلي دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: د قيامت په ورځ به تر ټولو دمخه د ګاونډيانو تر منځ پرېکړه کيږي.
له دې نه معلوميږي چې د الله تعالی په نزد د ګاونډيانو حقونه ډېر د اهميت وړ دي. ځکه به لومړی د دوی تر منځ حساب کيږي.
عن أبي شريح أن النبي صلي الله عليه وسلم قال: والله لايؤمن، والله لايؤمن، والله لايؤمن، قيل: ومن يا رسول الله؟ قال: الذی لا يأمن جاره بوائقه. رواه البخاري
ژباړه: ابو شريح رضي الله عنه وايي چې پېغمبر صلي الله عليه وسلم وفرمايل: په خدای قسم مؤمن نه دی، په خدای قسم مؤمن نه دی، په خدای قسم مؤمن نه دی!
چا وپوښتل: يا رسول الله! څوک مؤمن نه دی؟
پېغمبر صلي الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څوک چې ګاونډي يې له ضرر څخه خوندي نه وي!

دغه راز په يو بل حديث شريف کې راغلي دي چې يوه صحابي پېغمبر صلي الله عليه وسلم ته وويل چې د يوې مېرمنې په اړه خلک وايي چې ډېر لمنځونه کوي او ډېرې روژې نيسي او ښه خيراتونه کوي، خو د ژبې له ضرر نه يې ګاونډيان خوندي نه دي، پېغمبر صلي الله عليه وسلم وفرمايل: هغه به دوزخ ته ځي. هغه صحابي پوښتنه وکړه: د يوې بلې مېرمنې په هکله خلک وايي چې لمونځ، روژه او خيراتونه ډېر نه کوي؛ (يعنې نفلي لمنځونه، نفلي روژې او نفلي صدقې کمې کوي، د هغې بلې مېرمنې په نسبت)، خو د ژبې له ضرر نه يې ګاونډيان خوندي دي. پېغمبر صلي الله عليه وسلم ورته وويل: هغه به جنت ته ځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: