په هيواد کې د روان وضعیت په اړه له سیاسي فعال ډاکټر فاروق اعظم سره د عزم وېب پاڼې ځانګړې مرکه

عزم: ډیرمحترم فاروق اعظم صاحب ښه راغلاست

د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې توافقنامې له مخې باید د کب پر شلمه ۶ زره بندیان له دواړو خواوو آزاد شوي وای، تاسو د دې پروسې د نه پلې کیدو په برخه کې خنډونه څه بولئ؟

اعظم: د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې توافقنامې له مخې باید د کب پر شلمه ۶زره بندیان له دواړو خواوو څخه آزاد شوي وای. خو ونه شوه.
بعضې اوقات هغه د مهالویش مطابق څه نه کیږي، بلکې څه مشکلات وي، خو هیله دا چاره ترسره شي.
خصوصا کابل کې داخلي مشکلات دي، په خپله په نظام کې؛ دا ددې سبب شوې، چې دا چاره وځنډیږي، نظام مو یو لاس نه دی مشکلات لري.
حوصله په کار ده، زما توقع له طالبانو څخه داده چې ابتکار وکړي او هغه بندیان چې له دوی سره دي، د توافقنامې له مخې یې پریږدي، تر څو دا بل طرف هم وهڅول شي او امریکایان هم خپلو مکلفیتونو ته متوجه شي، چې دا بل لوری هم د خپلې خوا بندیان ایله کړي.

عزم: ارګ له طالبانو سره مذاکراتو ته ۱۵کسیز ټیم تیار کړی چې د ځینو سیاسي جریاناتو لخوا وار له مخه رد شوی هم دی، تاسو د ارګ لخوا په مذاکراتي لیست کې د انحصار او د بندیانو موضوع کې د ټینګار لامل څه بولئ؟

اعظم: دوی وایي په ارګ کې له طالبانو سره مذاکراتو ته ۱۵کسیز ټیم تیار شوی، نو دا لیست باندې هم زیات جنجال دی، یو تعداد کسان چې په نظام کې داخل هم دي، وایي چې له دوی سره مشوره نه ده شوې، دا ټیم د انحصار په حالت کې جوړ شوی اومونږ ورسره موافق نه یو.
زما عقیده داده چې د کابل حکومت دننه نظام دومره پاشلی دی چې سل ۱۰۰کسه هیئت هم وټاکي، ځینې به یې بیا هم وایي چې زه پاتې یم.
یو مقتدر حکومت پکار دی چې هغه کولی شي چارې ښې ترسره کړي.
خو اوس د کابل حکومت په هغه موقف کې نه دی او کیدای شي امریکا په دې مورد کې یو اقدام وکړي او دا مشکل تر یوه حده حل کړي.

عزم: تیره اونۍ کابل کې د تحلیف دوه مراسم په موازي توګه ترسره شول، آیا دا کار د بهرنیانو په خوښه وشو؟ او عواقب به یې څه وي؟

اعظم: دوه اونۍ وړاندې دوه همهاله تحلیفونه وشول چې دا ډیره د شرم وړ خبره وه، د مسؤلیت د نه احساس، په قوم او ځانونو د ملنډې وهلو په معنا ده، دا کار نباید شوی وای او دا اوس د امریکا مسؤلیت دی چې د دې موازي حکومتونو مخه ونیسي.
امریکا په دې کې ناکامه ده، خلک باید له امریکا ګیله وکړي او هغوی ته ګوته ونیسي چې د دوی تر حکم لاندې او د دوی د پوځ په وجود کې دومره فضیحت؛ دا د ناکامۍ بارزه نمونه ده.

عزم: د یوه مخکښ سیاسي مشر په توګه مو حکومت، سیاسيونو، طالبانو او عام ولس ته پیغام څه دی؟

اعظم: اوسنیو حالاتو کې مې حکومت ته دا وړاندیز دی چې سوله راتلونکې ده او امریکایان وځي، نو دوی باید احساس د مسؤلیت وکړي او د طالب د تسلیمي له فکر څخه نور راووځي او د تاریخ له هغه بکس څخه چې ځان یې په کې اچولی وه، خپل ځان راوباسي، واقعیتونه درک کړي او په یوه سړه سینه او آرامه حوصله د افغانستان د راتلونکي لپاره فکر وکړي.

طالبانو ته مې هم درخواست دادی چې دا لار ډیره اوږده ده او د دوی مشکل اوس له بین الافغاني تفاهم څخه شروع کیږي.
ډیر ګرولایي جنګونه شته چې د جنګ په ساحه کې کامیاب وي، خو په سیاسی ډګر کې یې بریا نه وي ترلاسه کړې.
دلته ډیر احتیاط پکار دی.
ښه مثال یې زمونږ په ګاونډ کې د تاجکستان دی، د دغه هیواد اسلامي نهضت د سید عبدالله نوري تر مشري لاندې، د تاجکستان حکومت ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې وې، سخت یې پریشانه کړی وه او بلکل د دوشنبې پایتخت پر شاوخوا یې پرې حلقه راټینګه کړې وه.
مګر په سیاسي بهیر کې بیا داسې راغله چې اسلامي نهضت داسې ماتې وخوړه چې په یو مخیز ډول له منځه ولاړ.

نو په دې وجه نو اوس باید طالبان مغروره نه شي، ځکه ډیره اوږده لاره پاتې ده.

له سیاسیونو څخه مو توقع داده چې دوی دا ۴۰کاله چې پر دې ملک څه تیر شوي، له هغه پند واخلي.
په څو شیانو باید موافقه وکړي. ۱_د پردو په مټو هیڅ نظام نه قائمیږي، او هیڅ هیواد خپل سیاسي ثبات څنګه چې پکار ده نه شي ترلاسه کولای، ترقي نه شي کولای.
پردي به یې تر یوه وخته ملګري
وي چې بیا به ترې ځي.
۲_خپل قوم تحقیرول او ځورول نه دي پکار، د تیرو کلونو له حالاتو څخه باید پند واخیستل شي او په رڼو سترګو د یوه روښانه مستقبل لپاره باید فکر وشي.
۳_سیاسیون دې له خپلو شخصي، قومي، سمتي او حزبي تنګو چوکاټونو څخه باید ځان راوباسي او د نړۍ د یوه مهذب قوم په توګه دې په ګډه سره کار وکړي.
زما یقین دی چې په افغانستان کې داسې خلک شته چې که لاس سره یو کړي د خپل هیواد لپاره څه کولای شي.
زما توقع دا ده چې د افغانستان لپاره باید یوه ښه آینده ترسیم شي او زمونږ چیز فهمه خلک په دې کې یو مسؤلیت آدا کړي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: