یو ایټالوی د کورونا ویروس د نښو پټولو له امله له ۱۲ کاله بند سره مخ دی

عزم (پنجشنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۸): یو ايټالوی کس کېدای شي د کورونا ویروس د نښو د پټولو له امله دوولس کاله د زندان مېلمه شي.

امریکایۍ نیوزویک رسنۍ د ایټالوۍ لا ریپبلیکا ورځپاڼې په حواله لیکلي چې دې کس د پزې د ښایسته کولو د عملیاتو لپاره د کورونا ویروس درلودلو خبره پټه کړې وه.

د ورځپاڼې د راپور په بنسټ، دې کس په یوه هوټل کې کار کاوه، چې هلته په کوویډ-۱۹ د اخته کېدو علایم پکې راښکاره شول. خو ده له دې ویرې چې ښايي ډاکټرانو ته په ښکاره کولو به یې د پزې جراحي ودریږي، دا خبره پټه وساتله. تر جراحي وړاندې چې ډاکټرانو د نوموړي د بدن تودوخه زیاته وموندله، ټیسټ یې وکړ او معلومه شوه چې په کوویډ ۱۹ اخته شوی دی.

د نوموړي دې کار څو ډاکټران او روغتیاپالان هم په کورونا ویروس اخته کړل، نو ځکه یوه پروفیسر مقدمه پرې کړې او د ۱۲ کاله بند غوښتنه یې ورته کړې ده.

دا خبر داسې مهال خپریږي چې ایټالیا کورونا ویروس سخته ځپلې او د زرګونو مثبتو پېښو د ثبت ترڅنګ د سلګونو کسانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: