کرونا او د حکومت بې‌پروايي

خط اول
کرونا ناروغي اوس‌مهال په یوې نړیوالې موضوع اوښتې؛ ځکه د نړۍ نیمايي هېوادونو ته رسېدلې او هره ورځ نورو هېوادونو ته خپرېږي. کرونا اوس یوازې د چین موضوع نه ده اوس نړیواله شوې ده. د روغتیا نړیوالې ادارې بېړنی حالت اعلان کړی او د نړۍ پرمختللي هېوادونه یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. چین، ایران او ایټالیه هغه هېوادونه دي، چې کرونا ډېر ځپلي دي او په دغه هېوادونو کې هره ورځ نوي کسان په دغه ناروغۍ ککړېږي. د کرونا ناروغۍ له امله گڼو هېوادونو خپلې پولې تړلي او په تگ راتگ یې بندیزونه لگولي دي. په اروپا کې کرونا په چټکۍ نورو هېوادونو ته رسېږي او هغه هېوادونه یې هم ونیول چې تراوسه خوندي وو.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې د هېواد په ځینو سیمو کې د کرونا پېښې لیدل شوي؛ خو د عامې روغتیا وزارت یوازې په هرات کې دغه ناروغي منله او نورو ولایتونو کې یې ردوله. خو اوس له هرات سربېره په سمنگان، کاپیسا، بلخ او لوگر ته هم رارسېدلې او کېدای شي په لنډ وخت کې ټولو ولایتونو ته ورسېږي. حکومت یوازې دومره وکړل چې پوهنتونونه، ښوونځي او نورې ښوونیزې ادارې یې رخصت کړې او په لویو غونډو یې بندیزونه ولگول. خو دغه چاره بسنه نه کوي؛ ځکه د افغانستان اوسني شرایط، اقتصاد، روغتونونه او امکانات دومره نه دي، چې موږ دې په یوازې ځان له دې ناروغۍ سره مبارزه وکړو. د نړۍ گڼ شمېر پرمختللي هېوادونه یې په مبارزه کې پاتې راغلي، نو موږ په کومه هیله‌مندۍ د کرونا ناروغي بابیزه وگڼو.؟
حکومت ته څه کول پکار دي؟
موږ په هر لحاظ نورو ته اړ ملت یو. موږ سل په سلو کې توکي له بهره واردوو. د عادي ناروغیو درملنه هم دلته شونې نه ده او هره ورځ مو زرگونه ناروغان نورو هېوادونو ته ځي. اقتصاد مو په پردیو خیراتونو ولاړ دی او که نړیوال نن له موږ سره خپلې مرستې ودروي، نو نه حکومت پاتې کېږي او نه یې مامورین. زموږ لویې عایداتي سرچینې مالیې او گمرکونه دي؛ خو پر گمرکونو هم داسې کسان نصب شوي، چې نیمې پیسې خپلو کې وېشي او څومه برخه یې د حکومت خزانې ته ورکوي. د کابل په گډون په لویو ښارونو کې داسې روغتونونه نه‌شته چې د سیمې په کچه هم روغتیايي خدمتونه دې وړاندې کړي او ټول روغتونونه یوازې په اعلاناتو چلېږي؛ خو منځونه یې تش دي. د دوشنبې په ورځ پاکستان د تورخم لاره وتړله، چې ورسره په کابل او گڼو ولایتونو کې د خوراکي توکو بیې اسمان ته پورته شوې. په دوو ورځو کې په نرخونو کې دومره توپیر راغی، چې یوه اوونۍ مخکې د یوه توکي بیه یوه و؛ خو اوس هماغه توکي په درې برابره لوړه بیه پلورل کېږي. څارنه، مجازات، پوښتنه او له ملت خبرېدل خو هسې هم نه‌شته او نه حکومت د دې وړتیا لري چې د دغسې پېښو پر مهال خپلې ذخیرې ولري او اوس یې ملت ته په خپله بیه وړاندې کړي.
حکومت باید د کرونا ناروغۍ د مخنیوي پر وړاندې جدي گامونه واخلي. شکمن او پرې ککړ کسان قرنطین کړي، سمه درملنه یې وکړي، خپلمنځي ستونزې شاته پرېږدي، روغتونونه مجهز کړي، د خوراکي توکو بیو ته پام وکړي، له اړتیا پرته په لویو لارو تگ راتگ محدود کړي او په هغو ولایتونو کې چې د کرونا پېښې لیدل شوي، ورته ډېر پام وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: