داسې څه لا شته چې ارګ لارې ته سمولای شي

خط اول

په افغانستان کې د نن پرتله بل هیڅ وخت سولې او امنیت ته د خلکو دومره زیاته هیله نه وه. خو اوس چې د امن او رفاه پر لور لومړني ګامونه پورته شوي، د افغان ولس د استازۍ دعوه کوونکي یې په یوه او بله بهانه په لاره کې خنډونه ایجادوي.

د تیرې فبروري میاشتې په ۲۹تمه، د قطر په دوحه کې تر شاوخوا یو-نیم-کلنو مذاکراتو وروسته طالبانو او امریکا یو تاریخي تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخې به له هېواده ټول امریکايي او بهرني ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې وځي او په مقابل کې یې طالبانو امریکا ته ډاډ ورکړی چې د اشغال تر خاتمې وروسته راتلونکی افغانستان به د هیچا لپاره ګواښ نه وي.

که څه هم دې تړون نړیوالو ته هیله ورکړې چې افغانستان به د سولې او امن پر خوا بوځي، خو مخالفین یې هم شته – د تړون پر ضد ولاړ خلک لا هم د هغې جګړې دوام غواړي چې په څه باندې یوه نیمه لسیزه کې یې د بریا څرک پکې ونه لید.

د دې تړون له مخې باید د روانې مارچ میاشتې په ۱۰مه (د حوت په ۲۰مه) د طالبانو د پنځو زرو او د کابل حکومت د زرو بندیانو خوشي کېدل پیل شوي وای. د بندیانو د ازادۍ له پیل سره سم به په همدې ورځ بین الافغاني مذاکرات پیلېدل چې په هېواد کې د عمومي اوربند د پیلېدو په اړه بحث به یې له لومړیتوبونو څخه و. خو دا هر څه د ارګ اختلاف له خنډ سره مخ کړل.

د مارچ په اوله د کابل حکومت مشر اشرف غني وویل چې د پنځو زرو طالب بندیانو د خلاصون هیڅ ژمنه یې نه ده کړې او په دې اړه پرېکړه د افغانانو خپل حق دی. یوه اوونۍ وروسته د امریکا د فشار او د خپل واک د تداوم لپاره له خپلې خبرې واوښت او امر یې وکړ چې د حوت په ۲۴تمه به د ۱۵۰۰ طالب بندیانو خوشي کېدل پیل شي، او او د پاتې ۳۵۰۰ له ډلې به د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وروسته هره اوونۍ ۵۰۰ کسان پرېښوول کیږي. د حوت ۲۴تمه راورسېده، خو اشرف غني بیا له خپلې خبرې پر شا شو، او تر نامعلوم وخته یې د بندیانو ازادي وځنډوله.

د اشرف غني دا وړاندیز طالبانو ته ځکه د منلو نه دی چې هوکړه یې له امریکا سره شوې، نه له کابل حکومت سره، او هلته ویل شوي چې د ۵۰۰۰ بندیانو ازادي به د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې وي.

اشرف غني یوازې د طالبانو د بندیانو د ازادېدو مخالف نه دی، بلکې په ټوله کې د طالبانو-امریکا هوکړه نه غواړي. اشرف غني له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په خپله وروستۍ مرکه کې په تېره سپتمبر میاشت کې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو د لغوې په اړه د ټرمپ امر یو ”ډېر اصولي او مناسب“ اقدام بللی دی.

اشرف غني ځکه د طالبانو-امریکا د تړون (او مذاکراتو) مخالف ځکه دی چې یو خو د ده حکومت پکې نشته، او بل له دې تړونه هغه څه په لاس نه ورځي کوم چې دئ غواړي. دا تړون له ده مشروعیت، واک او هر څه اخلي، او په مقابل کې یې د طالبانو هره غوښتنه پوره کیږي.

دمګړی د ارګ د تصمیم نیوونې مرجع ټوله له سوله-ضد اشخاصو ډکه ده. اشرف غني داسې کس خپل مرستیال ټاکلی چې په ډاګه وايي له طالبانو سره باید هیڅ هوکړه ونشي. ورته نږدې له بهره-راوارد-شوي سلاکاران یې هم د مرستیال په څېر د طالبانو او سولې سیوری په ډبرو ولي.

ارګ به د طالبانو-امریکا د تړون ګواښلو لپاره هر څه وکړي، خو داسې څه لا هم شته چې لارې ته یې سیده کولای شي، په دې شرط که یې امریکا وغواړي: هغه د متحده ایالاتو فشار دی – داسې څه چې ارګ ورته د ټینګېدو نه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: