په خپلکاره ډول دښمن-ویشتونکی اوبتل

عزم (شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸): راپورونه وايي د امریکا سمندري ځواکونه په داسې اوبتل باندې کار کوي چې د مصنوعي ځيرکتیا په مټ به خپل هدف په خپلکاره ډول له منځه وړلای شي.

د اسنادو له مخې، د دې اوبتل جوړولو پلان ته د CLAWS او پخپله اوبتل ته Echo Voyager نوم ورکړل شوی دی. په دې اوبتل کې به پرمختللې ټکنالوجي او الګوریتم سمبال وي چې په مرسته به یې دا په اسانۍ سره د دښمن اوبتلونه په نښه کولای شي.

Boeing has developed the Orca submarines for the Navy based on its Echo Voyager class of craft. It is assumed the CLAWS AI system will be added to Orca subs

د دې اوبتل جوړوونکي بوینګ شرکت په خبره، د اوبتل د فعالیت لپاره د بېټرۍ ځانګړې ټکنالوجي جوړه شوې، چې کوچنی برېښناکوټ هم ورته ویل کېدای شي.

دا اوبتل څو اوونۍ د انسان له مداخلې پرته په اوبو کې دننه پاتې کېدای شي، او همدا ځانګړنه یې له نورو اوبتلونو جلا کوي. اوبتل به د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته خپله لار پیدا کوي، دښمن به مومي او له منځه به یې وړي.

Daily Mail

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: