بېسکرینه ټلفون

عزم (چارشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸): یوې خلايي انجنیرې بېسکرینه ګرځنده ټلفون جوړ کړی دی.

۳۴-کلنې جسټین هاوپټ دا څلور اینچه اوږد ټلفون په درو کلونو کې جوړ کړی دی.

نوموړې وايي له ځیرکو ټلفونونو او دې ته ورته آلو یې کرکه وه، نو ځکه یې د بېسکرینه ټلفون جوړولو ته وپتېیله.

دا ټلفون پخوانیو هغو ته ورته دی، چې د سیم کارډ په وراچولو سره کار ترې اخیستل کېدای شي. په یو ځل د بیټرۍ په چارجېدو سره له ۲۴ تر ۳۰ ساعتونو پورې کار کولای شي. په ټلفون کې یو انتن هم لګېدلی دی.

دا چې ټلفون سکرین نه لري، نو یوازې د پخوانیو ټلفونونو اسانتیاوې پکې شته او د ځیرکو هغو تمه ترې نه ده پکار.

سرچینه: WIRED 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: