جنجالي انتخابات؛ غني او عبدالله يو بل ته د تحليف مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې

عزم: (يکشنبه/ ۱۸ کب/ ۱۳۹۸) ټاکل شوې ده چې سبا دوشنبه (۱۹ کب) د اشرف غني او عبدالله، دواړو له خوا د تحليف مراسم تر سره شي.
د اشرف غني د وياند مرستيالې «درانۍ وزيري» رسنيو ته ويلي چې د ولسمشر غني د لوړې مراسمو لپاره ټول ترتيبات نيول شوي، د بهرنيو چارو وزارت له خوا د بهرنيو مېلمنو ليست هم چمتو شوی او تمه کيږي چې په زرګونو کسان به په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.
نوموړې ويلي: د اشرف غني د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره د عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو افغان سياستوالو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
بل خوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم وياند؛ فريدون خوځون هم ويلي چې د ښاغلي عبدالله د لوړې مراسمو لپاره ټول اړوند ترتيبات نيول شوي.
هغه ويلي: د ښاغلي عبدالله د تحليف مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی، د بهرنيو مېلمنو تر څنګ د افغانستان ټولو سياسي او جهادي شخصيتونو، ګوندونو، مدني ټولنو او شخصاً اشرف غني ته هم په دغو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.
بايد وويل شي چې د تېرو جنجالي انتخاباتو له پايلو اعلانولو وروسته سمدستي د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو سياستوالو دغه انتخابات لغو اعلان کړل او له درغليو ډک وبلل شول.
ښاغلي عبدالله په هماغه شېبه ځان بريالی اعلان کړ او د يو ټول شموله حکومت لپاره يې ګڼو سياستوالو سره ناستې درلودې.
هېره دې نه وي چې د عبدالله له خوا يو شمېر ولايتونو ته واليان هم ټاکل شوي.
اوس ټاکل شوې چې سبا په اتو بجو به د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې د اشرف غني د لوړې مراسم تر سره شي او ورپسې په نهو بجو به د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم څو متره وړاندې په سپېدار ماڼۍ کې تر سره شي.
دا چې وروسته له دې به دغه دوه حکومتونه څه ډول دوام وکړي، وخت به يې روښانه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: