د کرونا وايروس اړوند د شيخ الاسلام مفتي تقي عثماني مرکه

د کرونا وايروس اړوند له دنيا نيوز ټي وي سره د شيخ الاسلام مفتي تقي عثماني حفظه الله مرکه.

ژباړه

پوښتنه : نړۍکي د کرونا وايروس د خپرېدو په حالت کي دی مسلمانان بايد څه وکړي؟

ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم! الحمدلله والصلاة والسلام علی خیر المرسلين.
واقعيت هم چي نن سبا دا وباء ډېره په بېړه سره د خپرېدو په حالت کی ده.
او دا ناروغي د هغو ناروغيو له جملې څخه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په اړه فرمايلي دي: په کوم قوم کي چي فحشاء عامه شي نو الله تعالی پر هغه قوم داسي ناروغۍ مسلطه کوي چي حتی د هغوی پخواني خلک به هم د دې ناروغيو په هکله نه پوهېږي.
الله تعالی دي موږ او تاسو ټول د دې ناروغۍ له شر څخه وساتي.
لومړنی کار چي بايد د دې ناروغۍ څخه د نجات په موخه وشي هغه دا چي الله تعالی ته بايد توبه وايستل شي او د خپلو ګناهونو په هکله له الله څخه بخښنه وغوښتل شي.
له دې سره سره اسلام د ظاهري اسبابو د کاروني لارښوونه هم کوي، يعني طبي او روغتيايي لارښوونه بايد په پام کي ونيول شي.
د داسي حالت د رامنځته کېدو په صورت کي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
په داسي حالت کي بايد نه هغه ښار ته څوک ولاړ شي چي وباء پکي کي خپره شوې ده او نه هم بايد څوک ترې راووځي.

پوښتنه: په داسي شرايطو کي بايد کومي خاصي دعاء ګاني وويل شي؟
ځواب: دغه ايات بايد ډېر ډېر وويل شي: لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنْ الظَّالِمِينَ [سورة الانبياء – ۸۷].
که چيري دغه ايات په هر کور بازار او محل کي وويل چي ډېر عجيب تاثير او ګټه لري.
پر دې ايات سربېره که دغه ايات هم ورسره وويل شي ان شاءالله دغه وبا به ورڅخه لېري شي: يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَام لَكُمْ فَارْجِعُوا [سورة الاحزاب – ۳۳].

پوښتنه: دا چي دا ناروغي په ټوله نړۍ کي د خپرېدو په حال کي ده او د سعودي عربستان حکومت د حج او عمرې زيارت کوونکي د بيت الله له طواف څخه بند کړي دي، په دې اړه تاسو څه واياست؟
ځواب:دا چي عمره فرض او واجب نه ده همداشان د سعودي حکومت د دې نارغۍ د خپرېدو له امله ځيني طبي او روغتيايي تدابير په پام کي نيولي دي، نو که عمره و ځنډېږي کومه خبره نه ده، او د سعودي حکومت له دې کار سره بايد مخالفت ونه شي.
د حج اړوند بايد ووايم: د حج د ادايني تر وخت خو لا ډېر وخت شته الله تعالی ته اميد شته چي دا ناروغي لېري کړي، وضعيت به ښه شي او کوم کسان چي د حج د فريضې د ادايني اراده لري نو د پخوا په شان به د خپلو قانوني چارو د ترسره کولو وروسته د حج فريضه آدا کړي. او په دې اړوند نه شي کېدلای چي اوس تصميم ونيول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: