دا ځوان ۰۰۳ نومیږي

د میکسیکو هېواد یو ۲۵-کلن ځوان ۰۰۳ نومیږي. باور وکړئ، همدا یې اصلي او قانوني نوم دی چې بل چا نه بلکې خپلو والدینو پرې ایښی دی.

د میکسیکو د Excélsior ورځپاڼې د خبر له مخې، د ځوان پلار، میلر سانتوس،  ویلي چې دا د دوی درېم ماشوم و، نو ځکه یې فکر وکړ چې په ماشومانو کې د ده شمېره به یې نوم وټاکو.

تر څه فکر وروسته یې د زوی نوم ” ۰۰۳ میلر سانتوس چیبلي“ کېښود، خو دولتي ادارې دا نوم په دې دلیل رد کړ چې په میکسیکو کې شمېرې د خلکو د نوم برخه نشي کېدای.

موروپلار یې وروسته دومره وکړل چې ۰۰۳ یې له خپلې ژبې هسپانوۍ ته واړول او د زوی نوم یې شو: ”سیرو سیرو تریس (۰۰۳) میلر سانتوس چیبلي“. (میلر سانتوس یې د پلار او چیبلي یې د کورنۍ نوم دی).

۰۰۳ په میکسیکو کې د پیزا پلورونکي شرکت لخوا د نااشنا نومونو د یوې جوړې شوې سیالي تر ګټلو وروسته مشهور شو.

د ۰۰۳ په اورېدلو سره مو د خپلې سیمې د کوم کس نااشنا نوم په ذهن کې درغلی؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: