کرنې وزارت: تېر کال کې یې پر ۶۸۹۱هکټاره ځمکه مېوه لرونکي بڼونه جوړ کړي

عزم(پنج‌شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۸ل): د کرنې وزارت مسوولین وايي، په تېر ۱۳۹۸مالي کال کې یې ۳۲۱۰پراختیايي پروژې بشپړې کړي او ګڼې پروژې اوس‌مهال تر کار لاندې دي.

د یاد وزارت چارسمبالی وزیر حشمت الله غفوري وايي، په ۱۳۹۸ مالي کال کې په ټولیز ډول ۹۱ اساسي فعالیتونه پلان کړي وو، چې له هغې ډلې ۵۹ فعالیتونه بشپړ شوي، ۱۸ یې د اجرا او بشپړېدو په حال کې دي، پنځه فعالیتونه نه دي پیل شوي او د ۹ نورو فعالیتونو د پلي کېدو چارې د ستونزو له امله ځنډول شوي دي.

د غفوري په خبره، په تېر مالي کال کې د اوبو لګولو د ۳۴۴ شبکو د بیارغونې چارې؛ ۸۹ سلنه بشپړې کړې او د ځمکې هوارولو ۸۴ ماشینونه یې وېشلي دي. د کرنې وزارت ریاستونو ته د ۱۷۰ ټراکټورونو لېږدول، د ۱۶ زره او ۸۷ ټنه اصلاح شویو غنمو اخیستل او پر بزګرانو یې وېشل او د غنمو د یو زر او ۲۵۰ مټریک ټنه تصدیق شوي تخم تولیدول؛ د دغه وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.

دغه راز ۷۲۶ سوداګریزې شنې خونې جوړول، د بڼوالۍ د پراختیا ۱۸۰۰ کڅوړې وېشل، ۷۸۹ څېړنیز تجربې پلي کول، د سفر انرژۍ ۴۵خونې جوړول، ۶۸۹۱ هکټاره مثمر بڼونه جوړول، ۲۳۵ ممیزخونې جوړول، ۵۰۰ مټریک ټنه کیمیاوي سرې وېشل او دغه راز د پستې ۳۵۰۰ کیلو ګرام تخمونه وېشل، د څلورو عصري او لویو مسلخونو د چارو بشپړول، څه باندې شپږ میلیونه او ۵۰۰ زره حیواناتو ته د واکسین تطبیقول، د پانګه اچوونکو لپاره د چرګانو د ۷۰ سترو سوداګریزو فارمونو رامنځته کول، د کبانو د تولید د ۸۰ فارمونو رامنځته کول او دغه راز د کبانو د تکثیر د دوه فارمونو جوړول، د وترنرۍ د ۲۷۰ کلینیکونو تجهیزول، د ۳۱۱ ټنه حیواني خوراکي توکو اخیستل او په کابل کې د لبنیاتو د پروسس د سترې فاریکې د جوړولو د چارو پیلول هم د تېر کال په فعالیتونو کې شامل دي.

غفوري وویل چې د پستې ۶۰ زره نیالګیو ته د اوبو ورکولو د قطره ای سیستم جوړول، یو زر او ۱۹۰ کورنۍ قوریې جوړول، په غونډیو کې د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره یو زر او ۱۰۰ متر مکعب محافظتي بندونه جوړول، د ځنګلي نیالګیو ۲۱۷ جریبه قوریې جوړول، ۶۰۲.۵ هکټاره څړځایونه بیارغول او ساتل، د طبي نباتاتو ۳۵۰ هکټاره سیمې بیارغول او ساتل، له نورو فعالیتونو څخه دي.

نوموړی وايي، د تېر کال په پرتله سږکال د زعفرانو په تولید کې ۲۲سلنه زیاتوالی راغلی، همدارنګه د زعفرانو شپږ مرکزونه جوړ شوي او د زعفرانو ښه تخمونه هم وېشل شوي دي.

غفوري د ځنګلونو د بیا زرغونولو په اړه وویل، د غوزانو، جڼغوزیو او نورو ځنګلي ونو ۱۹۰ قوریې جوړې کړي او په تېر کال کې د جڼغوزیو ۳۱۰هکټاره ځمکه باندې ځنګلونه جوړ کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: