د طالبانو وحدت او د دښمن مکر

احمد تقي

د اسلام په شروع کي رسول علیه السلام د حج په موسم کي د کعبې شریفي د سفر اراده وکړه چي تر خلګو د اسلام ږغ ورسوي، د قریشو مشرکین خبر سوه چي رسول علیه السلام کعبې ته رازي، د قریشو پوهانو او مشرانو مشورې وکړې چي څنګه به خلګ خبر کړو چي د رسول علیه السلام د ملاقات څخه ډډه وکړي، فیصله وسوه چي کعبې ته کومي لاري رازي پر هره لار به خلګ کښېنوو او حاجیانو ته به وایي چي کعبې ته د محمد په نوم یو کس رازي او د نبوت دعوه یې کړې ده خو ډیر لوی جادوګر دی العیاذ بالله، خبرې یې ډیري خوږې وي او چي هر څوک یې خبره واوري اثر پر کوي نو ډیر پام کوی چي ورسره ونه وینی او که مو مو ولېدی نو ځیني ځغلی،

و مکروا ومکرالله والله خیر الماکرین. د الله فیصله وه چي دین به نشریږي نو د مشرکینو دغه کار د رسول علیه السلام لپاره کامیاب تبلیغ ثابت سو او د دښمن په ذریعه یې اسلام ته شهرت ورکړی، ټول خلګ د قریشو لخوا خبر سوه چي داسي یو کس راروان دی او د ټولو خلګو په زړونو کي دا شوق پیدا سو چي دا کس به خامخا پیدا کوو او ملاقات ورسره کوو چي دا څنګه خبري کوي او څه وایي، که قریشو پر لارو خلګ نه وای کښېنولي او خلګو ته یې د رسول علیه السلام په اړه خبرې نه وای کړي نو لس سلنه کسانو سره به هم رسول علیه السلام نه وای لیدلي خو د قریشو له امله حج ته راغلیو ټولو خلګو ملاقاتونه ورسره وکړه او ډیر دلته مسلمانان سوه یا وروسته مسلمانان سوه،

اصل خبره داده چي د کابل ادارې او بادارانو یې غوښتل چي نړۍ ته وښیي چي طالب یوه قومنده نلري، سنګر او دفتر یو د بل خبره نه مني، طالبان شل ډلي دي چي یوه ډله جنګ، بله ډله سوله غواړي، طالبان دجنګه ستړي دي، په سوله نه بلکي طالب به په جنګ ختم کړو، نو ځکه یې ویل اوربند زموږ شرط دی او بیا پر اورکم راضي سوه،

هو د ولس سره هم دا اندېښنه وه چي کیدای سي طالب څو ډلي وي خو چي کله د اورکم فیصله وسوه نو الله د طالب مبارزه نوره هم قوي کړه، نړۍ او ولس ته یې روښانه کړه چي طالب یو امیر لري، یوه یې قومنده ده، سنګر، دفتر او د سوشل مېډیا مبارزین یې د ویاند ذبیـح الله مجـاهد صاحب په یوه کاغذي فرمان اورکم کوي او سوله کوي.

د الله څخه زادي او اسلامي نظام غواړو، امین.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: