که طالبان پاشل شوي وي!؟

خط اول:
د سولې هیلې ډېرې رانږدې دي او اوس خبره یوازې د هوکړې لاسلیک ته پاتې ده. تراوسه د اورکم پایله ښه روانه ده او په ټول هېواد کې داسې پېښه نه ده شوې چې دغه اورکم وګواښي. روان اورکم وښوده چې طالبان اوس هم یو موټی دي او هغه اوازې بې بنسټه شوې، چې په افغانستان کې یې د ۲۲ډلو د شتوالي خبره کېده. که دغه خبره لږ هم سمه وای، نو اوس به یې یو څرک لیدل شوی وو.
امریکا، ناټو او افغان حکومت د خپلو رسنیو په مټ هڅه کوله، چې طالبان څو ډلې وښيي. حقاني شبکه، د کوټې شورا، سخت دریځه طالبان، منځلاري طالبان او نور نومونه یې کارول. خو په تېرو اتلسو کلونو کې د طالبانو غږ یو وو او یو پاتې دی. هېڅکله په یادو نومونو او پتو د طالبان یوڅه هم خپاره نشول، نه څه و لیکل شوي او نه هم د کوم برید مسوولیت یادو ډلو منلی دی، بلکې د هر برید مسوولیت یوازې د طالبانو هغو ویاندویانو منلی چې موږ یې پېژنو. طالبانو په دغسې وخت کې چې ځمکه او هوا د امریکا تر څار لاندې وه، بیا هم خپل صف داسې یو کړ، چې نور حکومتونه یې په ډېرو امکاناتو کې هم نشي تنظیمولای. له دې ښکاري چې طالبان یوازې د جګړې خلک نه، بلکې د جګړې ترڅنګ سیاست او مدیریت هم کولای شي، چې موږ یې ښکاره بیلګې په خپلو سترګو وینو.
کشران یې اوس هم د مشرانو خبره مني او په دغسې کړکېچن او ستونزمن حالت کې هم د مشرانو غږ تر سنګرونو رسېږي او عملي کېږي هم . دا به د الله جل جلاله یوه لویه پېرزوینه وي، چې طالبان یې پاشل کېدو ته پرېنښودل؛ ګنې د تېرو ترخو تجربو تکرار حتمي وو. اوس چې طالبان یوه ډله ده نو خبره هم ژر یوې خواته کېږي.
که طالبان پاشل شوي وای؟
کېدای شي د ډېرو په ذهنونو کې دغه خبره ور وګرځي؛ که طالبان پاشل شوی وای، اوس به څه کېدل؟ دا یوه مهمه پوښتنه ده. د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته اووه ډلې پاتې وې، چې په پایله کې یې کابل لوټ او په کنډواله بدل شو. د افغانستان هر څه په اوبو لاهو شول او پایله یې دا شوه، چې ټول افغانستان پاټکیانو ونیو. پخوانیو اوو تنظیمونو د دې پر ځای چې د جهاد ثمره پر خلکو وویني، د واک غوښتنې په خاطر یې په خپلو منځونو کې جګړه پیل کړه، او پرته له دې چې ګټونکی ولري، پایله یې یوازې مرګ، درد او پر کابل د راکټونو توغول وو.
طالبانو له تېر وخت څخه ښه ګټه اخیستې او تراوسه یې خپل جنګیالي منظم ساتلي دي. تراوسه پکې اطاعت ډېر دی او له نیمايي نړۍ سره په دومره اوږده جګړه کې هم ونه پاشل شول او تر اوسه یو صف پاتې شول. له بلې خوا که حکومت ته فکر وکړو، نو ټول په سمت، قوم، ژبه، مذهب او ګوند وېشل شوی او د امکاناتو پوښتنه ځکه نه پیداکېږي، چې امریکا، ناټو او نړیوالې ټولنې تراوسه له دغه حکومت سره میلیاردونه ډالر مرستې کړې، خو دغو ډالرو نه صف متحد کړ او نه یې د حکومت خوله یوه کړه، بلکې د یو حکومت سل دریځونه دي او هر یو یې خپله خبره د کاڼي کرښه بولي. ښه بیلګه یې اوسنی ګډ حکومت دی، چې دواړه ځانونه ولسمشران ګڼي او فرمانونه صادروي.
ان شاء الله سوله به راځي، خو خلک دې له خپلو ذهنونو هغه اندېښنې لرې کړي، چې د سولې له هوکړې وروسته به بیا پخوانۍ تجربې تکرار شي. ان شاء الله دا ځل داسې نه کېږي او طالبان خو بیا هغه خلک دي، چې تېر ځل یې افغانستان له تجزیې، پاټکیانو او بدمعاشانو وژغوره، دا ځل به یې حتماً بیا ژغوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: