کابل ښاروالي: راتلونکی کال به د مېټروبس چارې پیل شي

عزم(چهار‌شنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۸ل): د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، په تېر مالي کال کې یې د کابل ښار په ۲۲ناحیو کې ۱۹۱پراختیايي پروژې تر لاس لاندې لرلې، چې د ګڼ شمېر پروژو چارې بشپړې شوي او د ځینو یې کارونه روان دي.

د کابل ښاروال سرفراز وايي، کابل ښاروالۍ په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ، زېربنا جوړونې، د ترانسپورټ او ټرافیکو د وضعیت ښه والي، زرغونتیا، چاپېریالي سالموالي او چاپېریال، د تنظیفي وضعیت د ښه والي او د کابل ښار د ډیزان شوې اډانې د پلي کېدو پر برخو تمرکز کړی دی.

د ده په خبره، په تېر مالي کال کې یې ۴.۱میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي، ۱۳۷کلیومتره سړکونو او کوڅو ډېزاین او سروې شوي، ۱۵۵.۵کیلومتره سړکونه پاخه شوي او ګڼ پارکونه یې رغولي دي.

دی وايي، راتلونکی کال په پام کې لري چې د میوند جادې له چوک څخه د کارته نو تر تم ځای پورې د مېټروبس د یوې برخې جوړولو چارې پیل کړي.

کابل ښاروالي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د مېټروبس د پیل کېدو ژمنه کوي؛ خو تراوسه عملي شوې نه ده.

اوس‌مهال په کابل کې له پنځو مېلیونو ډېر خلک اوسېږي، خو د ښاروالۍ خدمات یې بېخي د نشت برابر حسابېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: