خوست: د ملخانو یرغل تراوسه کروندګرو ته زیان نه دی اړولی

عزم(چهار‌شنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۸ل): د خوست ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې د خوست په درېیو ولسوالیو ملخانو یرغل راوړی دی؛ خو الوتکو مرغانو، سړې هوا او د کروندو نه رسېدل د دې لامل شوي، چې تراوسه یې زیان ډېر کم دی.

د خوست د کرنې رئیس حفیظ الله شاه نوري وایي، د پاکستان څخه د غلام خان بندر له لارې ملخان خوست ته رادننه شوي او تراوسه د ګربز، تڼي او علي‌شېر ولسوالیو ته رسېدلي دي.

نوري زیاتوي، تردې دمه دغه ملخان نه دي توانېدلي، چې د خوست کروندو ته زیان ورسوي. د ده په خبره، په خوست کې الوتونکي مرغان ډېر دي او دغه ملخان ورته ښه خواړه دي.«نېکمرغي مو په دې کې ده، کله چې ملخان د ونو له ښاخونو ښکته کېږي، بومي الوتونکي لکه ابابیل او کارغان یې ښکاروي او نه یې پرېږدي، چې زموږ کرنیزو فصلونو ته زیان ورسوي.»

د نوري په خبره، دغه ملخان تر ډېره د غنمو او شولو ساقې او وږي ته زیان رسوي، خو په خوست کې د غنمو کروندې نوې شنې شوي او دغه راز د شولې کرکېله تر اوسه نه ده شوې، چې تر دې دمه د خوست ولایت کروندو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

دی وايي، د خوست د کرنې ادارې کارکوونکي د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ د کروندو په درمل شېندلو بوخت دي او د کرنې وزارت له خو نن سیمې ته تخنیکي ټیمونه هم استول شوي دي.

د خوست د کرنې ریاست مسوولین وايي، تراوسه دغه ملخان د هېواد نورو سیمو ته کډه شوي نه دي او شمېر یې ورځ په ورځ مخ پر کمېدو دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: