له ارګ نه برنډې ته را ووت

 

شفيع اعظم
برنډه کې ولاړ مېز ته یې څو مظبوط سوکان ورکړل او چيغې یې کړې چې هلکانو!!!
له مشرق نه تر مغربه او شمال نه تر جنوبه ټولو ولسمشرانو ته ليکونه واستوئ چې د احمد خان د ټاټوبي واحد وارث او د غازي امان د قدمونو لاروی سرقومندان اعلی د خپلې ولسمشريزې بريا جشن په شانداره مراسمو نمانځي.
بيا یې زمکه په ډېر شدت او امپراتورانه انداز وکوبله او غږ یې کړ چې زه یعقوب خان نه یم چې د يوه سفير او يوه هيواد په فرمایش له خپلې خبرې واوړم.
همدې سره يو نفر خدمت راځي، احترام په پار سر ټيټوي او ګويا کېږي چې د امريکا سفير حکم کړی چې شاهنشاه افغان ملقب غازي امان به وزن يعقوب خان دې خپل استول شوي ليکونه لغوه او د بريا له مراسمو صرف نظر وکړي.
ټول منتظر وو چې اوس به ليک څيري او نفر خدمت پر مخ به یې ور و ولي چې ته د غازي امان له ازادي خواهۍ شور او جذبې خبر یې!؟
خو نه! د ليک په ليدو یې ځان را غونج، پښه له مېز نه راټيټه او ط ط ط ط ميوزيک چالانېدو وروسته یې و ويل چې سوله مهمه ده خط لوستونکي قاصدان را ټينګ کړئ چې د ځناور زامنو تاسې په ګپ هم نه پوهېږئ.

ټول منفک ياست!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: