فکري یرغل سره هم باید مبارزه وسي!

لکه څرنګه چي له نظامي اشغال او یرغل سره، فکري هغه هم مل او ملګری وي او د یوه هیواد له اشغال سره سم، اشغالګر کوښښ کوي، ترڅو په همغه هیواد کي د مقاومت روحیه کمزوري او اوسیدونکي یې د تبلیغاتي وسایلو څخه په استفادې، له فکري اړخه هم فلج او کمزوري کړي.
په همدې لحاظ، کله چي امریکا د نورو متحدینو په ملګرتیا او نړیوالو په خوښه وغوښتل چي په افغانستان یرغل وکړي؛ ورسره سم یې رسنیو ته پرېمانه امکانات او پیسې ورکړل او ترې ویې غوښتل ترڅو د وخت د حاکم نظام(اسلامي امارت) په وړاندي تبلیغات وکړي او د دوی حملې ته مشروعیت ور وبښي. همدا و چي د مشهورو نړیوالو رسنیو له لوري د طالب په وړاندي منفي تبلیغات پیل او پر افغانستان یې د امریکا غیر قانوني او غیر انساني یرغل ته مشروعیت ورکړ او د دغه تبلیغاتو په مټ یې وکولای سوای، په کور دننه ځیني ماده پرست او بې شعوره خلک د ځان ملګري کړل او د خپلو خلکو په شهیدانولو، وهلو، بې پته کولو او اسیرانولو کي یې ترې کار واخیست او هغوی هم په پوره اخلاص دا مسؤولیت ترسره کړ.
د ۲۰۰۱ کال په دسامبر کي یې د اسلامي امارت مرکزي قومانداني ړنګه او امیرالمؤمنین د امارت د مشرانو په مشوره او ټینګار سره پر نامالوم لوري لاړ او نور مشران څوک مهاجر او څوک اسیر سول.
دوی(امریکا) په فکري لحاظ د افغانانو د کنترول او منحرف کولو لپاره، په نړیوالو رسنیو سربیره په هیواد کي هم پراخ تبلیغاتي مرکزونه پرانیستل.
دوی په دا ۱۹ کلنه دوره کي له اسلامي امارت سره د نظامي جګړې سربیره د هغوی او افغانانو پر وړاندي له فکري جګړې هم لاس وانخیست او د خلکو د ګمراه کولو لپاره یې هر ډول فزیکي او رسنیز توکي په کار واچول. ښکاره مثال یې اوسمهال په رسنیو کي د خارجي سریالونو او نورو داسي خپرونو خپرول دي، چي د خلکو په خاص ډول کشر نسل د بې لاري کولو او په کفري مفکوره د سمبالولو لپاره په لاره اچول سوي او همدارنګه په ښارونو کي د امریکا او نورو سفارتونو له لوري د ښځو ګمارل او د پیسو په زور په نیم بربنډ حالت په ښارونو کي ګرځیدل تر څو نوري ښځي هم دې کار ته ترغیب کړي، چي له بده مرغه اوس په کابل او ځینو نورو ښارونو کي دې ناروغي پراخ سرایت کړی او لا د پراختیا په حال کي ده.
نو لکه چي د فزیکي یرغل اغیزې ژر او فکري یرغل اغیزې په سختۍ او زیات وخت سره له منځه وړل کېږي. نو پکار دي تر څو د منحرف سویو اذهانو د جوړولو او په اسلامي مفکوره د سمبالولو لپاره، باید همدومره مبارزه وسي لکه څومره چي په نظامي ډګر کي سوي او همدومره قربانۍ ورکړل سي لکه څومره چي په نظامي ډګر کي ورکړل سوي.
که چیرته د فکري یرغل په وړاندي مبارزه ونه سي او هر مسلمان افغان یې د ځان مسؤولیت یې ونه بولي، نو د فزیکي جهاد قربانۍ به بیځایه تللي او کوم څه لپاره چي مبارزه سوي، ټول به په سیند لاهو سوي وي.
نو راځئ د فزیکي او سیاسي مبارزې ترڅنګه، فکري اړخ ته هم پام وکړو او د خلکو د اصلاح لپاره قوي مبارزه پیل کړو!

ليکنه کفايت الله شباب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: