ستونزمنه خو ممکنه سوله

خط اول

 

تر څه باندې اتلس کاله وروسته، ښايي دا دویم ځل وي چې د امریکايي او ملګرو ځواکونو د الوتکو او جنګي وسایلو له وحشي غږونو د افغانانو غوږونه په ارام دي، او پر کورونو یې درانه بمونه نه وي غورځول شوي ځکه د فبروري په ۲۲تمه د طالبانو او امریکایانو تر مذاکراتو وروسته په هېواد کې د، په اصطلاح، تاوتریخوالي د کموالي دوره پیل شوې ده.

 په دې سره په هېواد کې د امریکايي او د کابل حکومت ځواکونو او طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات درولي دي. دې دورې په جګړو کې راسترو شویو افغانانو ته نسبي ارام ورکړی دی. ټاکل شوې که د جګړې ښکېل لوري اووه ورځې خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي، د فبروري په ۲۹تمه به له امریکا سره د طالبانو تړون لاسلیک شي.

دا هغه تړون دی چې له مخې به یې د بهرنیو ځواکونو وتل، د بندیانو ازادېدل او د خپل سیاسي برخلیک ټاکلو په موخه د افغانانو ترمنځ خپلمنځي مذاکرات پیل شي. دا ټول هغه څه دي چې په ترلاسه کېدو سره یې د افغانستان جګړه ختمېدای شي.

دا چې سوله تر جګړې ستونزمنه ده او لارې یې ډيرې پېچلې دي، نو زیات صبر، زغم، حوصلې او انعطاف ته اړتیا ده. که له دې لاسته راغلي فرصته ګټه وانخیستله شي، معلومه خبره ده چې جګړه به پاتې هېواد هم کنډواله کړي.

هغه بهرنۍ (او داخلي) کړۍ به چې په لوی لاس د یوه امن افغانستان د جوړېدو د مخنیوي لپاره په یوه او بله بهانه خنډونه ایجادوي د دې فرصت د ضایع کولو لپاره ټول وس او توان وکړي. ممکنه ده چې دوی په همدې اوونۍ او یا هم وروسته پړاوونو کې د ښکېلو لورو د خپلمنځي نسبي اعتماد د خرابولو او پر یوه ټغر د افغانانو د کېناستلو د مخنیوي لپاره تخریبي اعمالو ته لاس واچوي.

 د مسئلې د حل کولو لپاره دخیل لوري اړ دي چې خپل باور وساتي نو ځکه باید په احتیاط ګامونه واخیستل شي.

 د افغانستان د جګړې ارامولو او هېواد ته د سولې راوستلو لاره ډېره ستونزمنه او پېچلې ده، خو دا لاره په احتیاط، زغم او حوصله سره وهل کېدای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: