طالبان رښتیا هم محکم خلک دي . . .

قاري حبیب

بالاخره د نړیوال زبرځواک امریکا د مشر په حیث ډونالډ ټرمپ ومنله چې طالبان مضبوط خلک دي، چې د دوی سره یې ۱۹ کاله جګړه کړې ده. ټرمپ چې دا خبرې کولې طالبانو ته یې د tough اصطلاح وکاروله. د لغت کتابونو د  (tough) معنی په قوي، متین،محکم، صلب، صارم، حازم،مضبوط، سرسخت، شدید او بادوام سره کړې ده. دا ټول لغت د هغه څه لپاره کارول کیږي چې پاییدونکي وي، د هر ډول خطر او ګواښ په وړاندې د مقاومت او ثبات قابلیت ولري او بالاخره د بقاء په جګړه کې له هر میدانه بریالي وځي.

طالبانو په تیرو دوو لسیزو کې خورا ستر توپان تر سر واړاوه، ناټو او ورسره د سیمې او نړۍ ګڼو هیوادونو له ټولو پوځي، استخباراتي او تبلیغاتي ابزارو سره پر طالبانو چپاو ورووړ. د طالبانو د وژلو او پناه کولو مسابقې زور واخیست او ګټونکو ته یې میلیوني جائزې تعین شوې. د ډالري لیکوالو، خبریالانو او صاحب نظرانو لښکرې د طالب بدنامۍ ته استخدام شوې. خو د طالب په حق کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه خبره یو ځل بیا صادقه شوه چې: . . . وَلَوْ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ عَلَيْكَ رُفِعَتْ الْأَقْلَامُ وَجَفَّتْ الصُّحُفُ. . . او که ټول اهل دنیا د دې لپاره را ټول شي چې تاته ضرر ورسوي، یوازې دومره ضرر درته رسولای شي چې الله تعالی مقرر کړی وي. قلمونه پورته شوي او صفحې وچې دي. . .

داسې معلومه شوه چې د الله تعالی په تقدیر کې د طالب ورکه مقدره نه وه. نو ځکه نړۍ ستړې شوه، خو طالب ورک نه شو. بالاخره اوس دا خبره هر چا ومنله چې باید له طالبانو سره د تصادم پر ځای د تعامل اپشن وکارول شي.

خو پوښتنه دا ده چې د طالب د قوت او متانت عوامل څه دي؟ موږ چې وینو طالبان خورا ابتدائي جنګي وسائل لري. نو بیا څنګه توانیدلي چې خپل متانت، صلابت او ټینګښت پر نړۍ ومني؟؟ دې پوښتنې ته ښایي هر څوک له خپلې فکري زوایې ځواب ووایي. اما ماته د طالبانو د ټینګښت عوامل دوه شیان بریښي.

الله تعالی د سورة الانفال په ۶۲ آیت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایي: هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ . . .  الله هماغه دی چې پر خپله مرسته او مؤمنانو یې ستا ملاتړ وکړ . . .

په دې آیت کریمه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کامیابۍ او بریا دوه اسباب یاد شوي دي. د الله تعالی نصرت او د عامو مسلمانانو ملاتړ . . . یقیني خبره ده، هغه څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم واقعي پیرو او د نبوي منهج لاروی وي، الله تعالی به ورته هماغسې د بریا  اسباب مهیا کوي.

اوس که د لوړ تحلیل په رڼا کې نظر وکړو، نو ویلی شو چې د طالبانو د ثبات او استحکام اسباب هم فقط همدا دوه شیان دي. د الله تعالی نصرت او د مسلمان ولس ملاتړ او مرسته. طالبانو نه خو د کوم بل هیواد په میزایلو او وسلو د امریکا مقابله کړې او نه هم دکوم نړیوال بلاک په اخلاقي ملاتړ . بلکې الله تعالی یې نصرت کړی، د دوی زړونه او روحیات یې محکم کړي دي. د دوی په ناچیزه وسلو او امکاناتو کې یې تاثیر اچولی او د افغانستان مسلمان ولس پر خپل ټول توان، اخلاص او فداکارۍ د طالبانو تر شا دریدلی او د هغوی صف یې د نړیوالو یرغلګرو په وړاندې مضبوط ساتلی.

که طالبان غواړي چې د بریا سفر تر پایه جاري وساتي او راتلونکي مراحل هم په کامیابۍ طی کړي. باید چې د الله تعالی د نصرت استحقاق او د خپل مسلمان ولس ملاتړ له ځان سره وساتي. تر څو همداسې محکم او نه ماتیدونکي پاته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: