د تاوتریخوالي کمی او مناسبي فضا برابرول!

عنایت الله خاموش

دا هغه شعارونه دي چي د اسلامي امارت او مقابل اړخ امریکا له لوري، په جګړو کې د اوه ورځني کمښت لپاره کارول سوي.
د افغانستان اسلامي امارت له مقابل لوري امریکا سره، له یوولس پړاوه خبرو اترو او ډغره وهلو وروسته، امریکا دې ته قانع کړه، چي د اشغال د خاتمې لپاره له اسلامي امارت سره په یو لړ مسایلو هوکړه وکړي. هغوی(امریکا) په لومړیو کي د کابل ادارې په مشوره مخکي روان و؛ خو د سیاسي دفتر غړو ترې وغوښتل چي حساب زموږ او تاسو دی او د دې کار لپاره موږ ۱۹ کاله مبارزه وکړه. موږ د کابل اداره نه په رسمیت پيژنو او نه هم ورسره خبري کوو.
بلاخره په دې توافق وسو چي د فبروري ۲۹ مه به د هوکړه سویو مسایلو پر سر توافق کیږي او د دې لپاره چې دواړه لوري یو بل و ازمايي، لومړی به اوه ورځي په جګړو کي کموالی راولي. دا اوه ورځي امریکايي لوری”د تاو تریخوالي کمښت” او طالب لوری(اسلامي امارت) یې د موافقې د لاسلیک لپاره د” مناسبي فضا” برابرول بولي.
که چیرته اصطلاحاتو ته دقت وسي، د هر یوه اصلیت ترې معلومېدای سي. دلته امریکايي لوری او ملګري یې په غیر مستقیم ډول پر دې اعتراف کوي، چي دوی د افغانستان د خلکو د هوسایني، ساتني او خیر- ښیګڼي لپاره نه؛ بلکي په نړۍ او افغانستان کي د تروریزم او تاوتریخوالي سر لاري دي او له ۲۰۰۱م کال نه تر اوسه یې دلته خشونت کاوه. بل لور ته اسلامي امارت ځان د خپل شعار مطابق ور پیژني. او دوی ته یې په ثبوت ورسوله چي موږ کې د یووالي، همغږۍ او اطاعت اصل شتون لري او دا ځواک لرو چي د مناسبي فضا د برابرولو لپاره یو واحد نظام او حاکم اړخ یو او واحده قومانده لرو.
دوی خپل اصلیت وښود او په ډاګه یې کړه، چي موږ تاوتریخوالی کړی. اوس د دې لپاره چي له دغه ټکي څخه د عوامو فکر په بله خوا کړي. ځیني کرایي لیکوالان یې ګمارلي تر څو اسلامي امارت هم په خپل شعار کي ور شریک کړي او جهاد له خشونت سره برابر کړي. چي له بده مرغه اوسمهال په ځینو بې پرې رسنیو کي د اسلامي امارت او مقابل لوري لپاره همدغه یو شعار کارول کیږي.
نو دوی باید په دې پوه وي چي د اسلامي امارت شعار معلوم او د مناسبي فضا برابرولو لپاره د جګړې کمی دی او دا ۱۹ کاله یې د خپلواکۍ لپاره سپېڅلي مبارزه کړي او دې مبارزې ته جهاد ویل کیږي. نو په خپلو لیکنو کي دقت وکړئ، د دښمن د ناوړه تبلیغاتو تر اغیز لاندي مه راځئ او د اسلامي امارت لپاره خپل شعار کاروئ(د موافقې د لاسلیک لپاره د مناسبي فضا برابرولو په موخه د جګړو اوه ورځنی کمی).
درنښت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: