ننګرهار: ۱۰۷۴ټولګټې پروژې د جوړېدو په حال کې دي

عزم(دوشنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار دولتي چارواکي وايي، د ۱۸میلیارده او ۸۲۰مېلیونه افغانۍ په ارزښت څه باندې ۱۰۷۴پروژې تر کار لاندې دي، چې ځینې یې بشپړې شوي او ځینې یې تر کار لاندې دي.

د چارواکو په خبره، یادې پروژې د مرکز جلال اباد سربېره په ګڼو ولسوالیو کې هم پیل شوي، چې د ټولنيز خونديتوب، کرنې، کليو پراختيا، روغتيا، تغذيې، پوهنې، کلتور، مذهب، زير بناء او طبعي زيرمو او د قانون حاکميت په برخو کې پلې شوي دي.

دوی زیاتوي، تراوسه ۴۵۵ پروژې بشپړې شوي او ۶۱۹نورې تر کار لاندې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادو پروژو ټولیز لګښت ۱۸ میلیارده او ۸۲۰ مېلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې ۶۰۶مېلیونه افغانۍ ورسره نړیوالې ټولنې مرسته کړې ده.

د اقراء برنامې په چوکاټ کې د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار، بهسودو، لعلپورې، چپرهار، سره رود، کامې، مومندرې، دوربابا، خوږياڼو، شينوارو، ښېوې، روداتو، ګوشتې، بټي کوټ، دره نور او کوټ ولسواليو کې د يو ميليارد، درې سوه څلويښت ميليونه، نهه سوه زره نهه نوي زره درې سوه اتلس افغانيو په مالي لګښت د ۱۸۳ ښوونځيو جوړولو چارې بشپړې او تر کار لاندې دي.

په ۱۳۹۸ مالي کال کې د دولتي ودانيو او تاريخي ځايونو د رغونې ترڅنګ، د ابيارۍ، ټولنيز خونديتوب، سړکونو، ويالو، پلو لارو، استنادي ديوالونو، سړکونو، پلچکونو، پلونو، کانالونو، سربندونو، څليو، څلور لارو، د اوبو شبکو، کرنې، روغتيا، ګمرکونو، کاروبار زمينې برابريدو، حرفوي زده کړو او نورو برخو کې سلګونه پروژې بشپړې او سلګونه نورې تر کار لاندې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

ننګرهار د افغانستان له لومړۍ درجه ولایتونو څخه دی، چې د کال په ټولو میاشتو کې پکې د بیارغونې چارې روانې وي؛ خو د اداري فساد له امله ګڼې پروژې د ګټې اخیستنې وروسته له منځه تللي دي او ډېر عمر یې نه دی کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: