ختیځ کې د ګلپیانو حاصلات له زرو ټنو اوښتي دي

عزم(دوشنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار او لغمان د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږکال په یادو ولایتونو کې ګلپیانو حاصلات ښه وو او له زرو ټنو زیات حاصلات یې راټول کړي دي.

د لغمان د کرنې رئیس محمد جمیل خوشحال وايي، ګلپي د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کرل کېږي، خو د ختیځ زون په دوو ولایتونو «لغمان او ننګرهار» کې بیا د ګلپیو تولید او کرکېله، ښې پایلې لري. لغمان چې د افغانستان د سبو د پلازمېنې په نوم شهرت لري د ورځې سلګونه موټره سابه مرکزې ولایتونو په ځانګړې توګه کابل ته صادروي.

دی وايي، په لغمان کې د ګلپي ترڅنګ یو شمېر نور سابه لکه «بینډۍ، رومي بانجان، تور بانجان، بادرنګ، کدو، کدوګک، پالک، پیاز، کچالو، ګندنه، کرم، کاهو، شلغم، سرې مولۍ، سپینې مولۍ او ترایي» هم په پراخه کچه کرل کیږي خو سږ یې د ګلپیو کرکېله او تولید د پام وړ دی.

د خوشحال په خبره، سږکال ددې ولایت په یو زر او ۲۵ هکټاره ځمکه ګلپیان کرل شوي، چې یو هکټار څخه یې ۲۲ ټنه حاصل په لاس راځي. سږکال د ګلپیو د حاصلاتو ټولیزه کچه ۲۲زره او ۵۵۰ ټنو ته رسېږي، چې نږدې درې زره او ۷۵۰ کسانو ته په دې برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د لغمان ګلپیان د پلازمېنې کابل ترڅنګ؛ خوست، غزني، وردګ، پروان، کاپیسا، لوګر او پکتیا ولایتونو ته هم لېږل کېږي او په منځنۍ کچه يو ټن ګلپي په ۱۲ زره افغانۍ پلورل کېږي.

د ننګرهار د کرنې رئیس محمد ضمیر بهسودي هم وايي، ننګرهار کې تېر کال په دوه زره او ۲۶۷ هکټاره سیمه کې ګلپاین کرل شوي وو، چې د تولید کچه یې پنځه زره او ۴۹۷.۴ مټریک ټنه وه، خو سږ ۷۹۱ هکټاره ځمکه کې ګلپاین کرل شوي دي.

دی وايي، د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د ګلپیو کرکېله کیږي خو «چپرهار، ښېوه، ګوشته، کامه، غني خېل، بټي کوټ، دره نور، رودات، بهسود او سره رود» ولسوالیو کې بیا د ګلپیو کرکېله تر نورو هغو پراخه ده او ۵۷۰ کسان په نېغه په دې برخه کې په کار بوخت دي.

د بهسودي په خبره، د ننګرهار تولید شوي ګلپیان بغلان، پروان، تخار، جوزجان، پکتیا، خوست ،لوګر او پلارمېنې کابل ته صادېږی.

څېړنو ثابته کړې چې د ګلپي معدني مواد او په ټوله کې غذایي ارزښت یې د دې لامل کېږي چې د انسان د بدن ټول ويټامینونه پوره کړي؛ ټیامین، ریبوفلاوین، نیاسین، پانټوټنیک، اسید، کلسیم، اوسپنه، مګنزیم، فاسفور، پټاشیم او مګنيزیم د ګلپي معدنې مواد او ويټامینونه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: