چین ته د کرونا ویروس له امله185 میلیارد ډالره زیان اوښتی

عزم(یکشنبه، ۴کب ۱۳۹۸):د چین جمهور رئیس “شي جین پنګ” وایي،که څه هم د کرونا ویروس د لمنځه وړلو او کابو کولو په موخه پراخې هلې ځلې روانې دي، خو په وینا یې چې لا هم دغه ویروس چین او نړیوالو ملګرو ته یې لویه ساري “وبا” بلل کيږي.
چینایي چارواکو د هوبي په ۱۰۸ میلونیز ولایت کې نږدې ټول وګړي قرنطین کړي، د ماسکونو اچول، پر عامه تجمعاتو ممنوعیت او د پراخو احتیاطي تدابیرو نیول اړین بلل شوي دي.
په ورته وخت کې د چین “ساوت چاینا مورنینگ پست،” رسنۍ وایي، چین ته په تیرو دریو میاشتو کې د کرونا ویروس له امله ۱.۳ تریلیونه ین، چې معادل یې ۱۸۵ میلیارد امریکایي ډالره کیږي زیان اوښتی دی.

د پیسو د نړیوال صندوق پخوانی مرستیال مشر “ژو مین” یادې رسنۍ ته ویلي، دغه زیان زیاتره د مصرف کونکو او سیلانیانو د نه ورتګ څخه دغه هیواد ته اوښتی دی.
نوموړی زیاتوي، په جنوري او فبروري میاشت کې یواځې د سیلانیانو د کمبود له امله ۹۰۰ میلیارده چنایي “ین” زیان دغه هیواد ته اوښتی او په همدې موده کې د مشروباتو او خوړن توکو د کم اخیستنې له امله هم ۴۲۰ میلیارده ین زیان چین ته رسیدلی دی.

تر دې ور آخوا د موټرو د پیر او پلور په کاروبار کې هم ۲۰ سلنه کموالی راغلی، چې هغه شمیر بیا له دې څخه جلا دی او په سلګونو میلیارده ډالر زیان یې چین ته درلوده.
نوموړي وویل، اټکل دادی چې د تیرو دریو میاشتو زیان به د چین اقتصاد له دریو تر ۴سلنې له رکود سره مخ کړي او د جبران لپاره یې چینایان اړ دي چې لس برابره هڅه وکړي ترڅو دا زیان بیرته پوره کړي.

چین د توکو د نړیوال پیر او پلور له امله خپل ۶۰ سلنه اقتصاد پوره کوي، خو دا چې لا هم په نړیواله کچه خلک د کرونا ویروس له امله چینایي توکو ته زړه نه ښه کوي، ښایي چین ته یې اقتصادي ضربه لا پراخه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: