سوداګرۍ وزارت: په ۱۳۹۹ مالي کال کې به د صادراتو کچه ۱.۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي

عزم(یکشنبه، ۰۴کب، ۱۳۹۸ل): د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ مرستیال عبدالکریم ملکیار وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې په برخه کې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د هېواد د صادراتو کچه یو میلیارد ډالرو ته رسولې او په پام کې لري، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې دغه کچه ۱.۵ میلیارده ډالرو او په ۱۴۰۰ کال ۲ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

دی وايي، د هوایي دهلېزونو د پروګرام د فعالیت له پیل څخه تر دې دمه؛ په څه باندې زرو الوتنو کې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نږدې ۱۲ زره ټنه سوداګریز توکي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي او دغه راز د هېواد سوداګر کولای شي خپل سوداګریز توکي د لاجوردو له لارې ترکیې او اروپا، د چابهار بندر له لارې هند او د اوسپنې پټلۍ له لارې، د حیرتانو له بندر څخه چین ته صادر کړي.

د ملکیار په خبره، د افغاني محصولاتو د پېژندنې په برخه کې د نندارتونونو د جوړېدو اهمیت ته په پام سره، په ۱۳۹۸ کال کې څه باندې ۱۷ نړیوال او ۸ کورني نندارتونونه جوړ شوي دي او دغه وزارت په پام کې لري چې په ۱۳۹۹ کال کې د نړیوالو نندارتونونو شمېر ۲۰ ته لوړ کړي. د پانګه اچونې راجلبولو او تولیداتو د لوړولو لپاره، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش ته لومړیتوب ورکړل شوی او په دې برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.

نوموړي وویل، په کابل، کندهار، میدان وردګو او هرات ولایتونو کې د څلور صنعتي پارکونو زېربنایي چارې بشپړې شوي، په خوست، پروان، ننګرهار اوپکتیا ولایتونو کې د صنعتي پارکونو زېربنایي چارې پیل شوي او د امید پروژه، چې په پروان، هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې پنځه کرنیز پارکونه پکې شامل دي هم عملي کېږي. همدارنګه تر دې دمه ۱۷۵ شرکتونو، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو سندونه تر لاسه کړي او ۵۰ نور شرکتونه د اقتصاد د عالي شورا له‌خوا د ځمکو د سندونو تاییدۍ ته منتظر دي.

دی زیاتوي، په ۲۰۱۹ ز کال کې یې ۱۹ زره جوازونه وېشلي، چې د ۲۰۱۸ ز کال پرتله ۵ زره زیات جوازونه وېشل شوي دي. نوموړی هیله وښوده، چې په روان مالي کال کې د هېواد د اقتصادي ودې کچه څه باندې ۳ سلنې ته لوړه شي. دوه کال وړاندې د هېواد اقتصادي وده ۲.۷ سلنه وه چې تېر کال دغه کچه ۲.۹ سلنې ته ورسېده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: